جلال اباد (پژواک ٢١ غبرګولى ٩١) : د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې وسلوالو مخالفينو ورته د واکسين پر مهال په ناړۍ او کامدېش ولسواليو کې د مرستې ژمنه ورکړې ده.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد چې د غبرګولي په ٢١مه په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د والي ګل اغاشېرزي په لاسونو له پنځو کلنو کم عمره ماشومانو ته د پوليو څاڅکو ورکولو کمپاين پيل کړ، وويل، چې په درې ورځني کمپاين کې به د٥٧٠٠ رضا کارانو له لوري٨٣٠ زرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين تطبيق شي.
بازمحمد شېرزاد وويل، چې د روان لمريز کال له پيله راهيسې په ټول هېواد کې د پوليو اوولس مثبتې پېښې ليدل شوې، چې په ختيځو ولايتونو کې يوه مثبته پېښه هم نشته.
نوموړي زياته کړه، چې په ختيځو ولايتونو کې د دوه پنځوس ادارې واحدونو څخه يواځې د کونړ په ناړۍ او نورستان کامدېش ولسواليو کې د کمپاين پر وړاندې په تېرو دورو کې ستونزې درلودې.
شېرزاد وويل، چې د ناړۍ او کامدېش ولسواليو قومي سپين ږيرو له طالبانو ليکنې اخيستي، چې هغوى به د کمپاين پر وړاندې خنډونه نه جوړوي.
د نوموړي په وينا، د طالبانو د موافقې په اساسي به کمپاين کوونکي په جوماتونو او يا ټولګټو ځايونو کې کښېني او ماشومانو ته به د ګوزڼ څاڅکي اچوي.
د عامې روغتيا رييس وويل، چې د قومي سپين ږيرو په واسطه ترې د دولت وسلوالو مخالفينو غوښتنه کړې؛ د دوى د نفوذ په سيمو کې دې د تيتانوس په ګډون د نورو ساري ناروغيو واکسينونه هم تطبيق کړاى شي.
هغه زياته کړه، د دې لپاره چې ولس باوري د پوليو کمپاين کوونکي وپېژني ٥٧٠٠ واکسيناتورانو ته يې پېژند پاڼې هم وېشلې دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې دوى د ټولو هغو روغتيايي پروګرامونو ملاتړ کوي، چې افغان ماشومان له ناروغيو څخه ساتي.
د نوموړي په وينا، طالبان په ټول هېواد کې د روغتيايي کار کوونکو پر وړاندې اسانتياوې رامنځ ته کوي؛ خو نوموړي زياته کړه، چې په هلمند کې د جګړو له امله ځينې سيمې د واکسين له تېرو دورو څخه پاتې دي، چې ده دغه ستونزه د طالبانو پر ځاى د روغتيايي کار کوونکو پر غاړه واچوله.
د يادونې ده، تېر کال د ننګرهار او کونړ د مثبتو پېښو په ګډون په ټول هېواد کې د ګوزڼ يو سل اته نوي پېښې ثبت شوې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن