ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دوو جلا پېښو کې شپږ ملکي وګړي ووژل شول

په دوو جلا پېښو کې شپږ ملکي وګړي ووژل شول

author avatar
12 Jun 2012 - 09:10
په دوو جلا پېښو کې شپږ ملکي وګړي ووژل شول
author avatar
12 Jun 2012 - 09:10

غزني ښار (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩١): د ميدان وردګو او لوګر په ولايتونو کې د سړک غاړې د ماين چاودنې او د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د نښتې له امله د يو ماشوم په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي او پنځه ټپيان دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د غبرګولي په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د سيداباد ولسوالۍ د سالارو سيمې اړوند د هفت اسياب په سيمه کې د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله پنځه ملکي وګړي ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

د هغه په وينا، په وژل شوو کې يوه ښځه، يو ماشوم او درې سړي شامل دي او په ټپيانو کې يو ماشوم او يوه ښځه ده.

نوموړي زياته کړه، د پېښې سيمه د غزني ښار ته نږدې ده نو ځکه ټپيان او مړي د غزني ملکي روغتون ته وړل شوي دي.

د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته د پېښې له سيمې پنځه مړي او څلور ټپيان ور وړل شوي دي.

د هغه په وينا، په ټپيانو کې د يو شمېر روغتيايي حالت نازک دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې د دوى ملګرو د بهرنيو ځواکونو يوې ګزمې ته په سيداباد ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه ماين خښ کړى و، چې د چاودنې له امله يې درې بهرني سرتېري ووژل شول.

د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي، چې په لوګر کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د نښتې له امله يو ماشوم وژل شوى او درې ملکي وګړي ټپيان دي.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش ته وويل، چې تېر ماښام د لوګر د مرکز پل علم اړوند د پورک په سيمه کې د ملي اردو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د نښتې له امله يو ماشوم وژل شوى، يوه ښځه او دوه سړي ټپيان دي.

د هغه په وينا، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې وسلوالو طالبانو د ملي اردو سرتېرو پر ګزمه بريد وکړ او د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځ شوه.

نوموړي زياته کړه، چې په دغې نښته کې د ملي اردو سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى او  د وسلوالو طالبانو په اړه يې معلومات نه درلودل.

دروېش وويل، چې د دواړو خواوو تر منځ د ډزو پر وخت يو شمېر مرمۍ په سيمه کې پر يو کور لګېدلې، چې له امله يې ياده مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.

د پورک سيمې يوه اوسېدونکي زلمي پژواک اژانس ته وويل، چې د نښتې پر مهال په سيمه کې د پوليسو د يوې امنيتي پوستې له خوا هم پر وسلوالو طالبانو بريد پيل شو، چې يو شمېر مرمۍ يې پر کورونو لګېدلې دي.

د هغه په وينا، په سيمه کې د اينځرګل په نوم د يو کوچي پر کور د مرميو د لګېدو له امله د هغه يو ماشوم زوى وژل شوى او مېرمن يې ټپي ده.

نوموړي زياته کړه، چې دغه راز په سيمه کې دوه کروندګر هم، چې په خپلو کروندو کې بوخت د ډزو له امله ټپيان شوي دي.

د لوګر د ملکي روغتون يوه ډاکټر سيمع الله پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له يادې پېښې يوازې دوه ټپيان ور وړل شوي، چې روغتيايي حالت يې ښه دى.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Views: 66

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.