ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور وسلوال بريد کوونکي او درې پوليس ووژل شول

څلور وسلوال بريد کوونکي او درې پوليس ووژل شول

author avatar
19 Jun 2012 - 09:00
څلور وسلوال بريد کوونکي او درې پوليس ووژل شول
author avatar
19 Jun 2012 - 09:00

کندهار ښار (پژواک ٣٠ غبرګولى ٩١): چارواکي وايي، چې څلور وسلوال بريد کوونکي وروسته له هغه ووژل شول، چې نن سهار يې په کندهار ښار کې د پوليسو پر پوستې بريد وکړ .

د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شپږ نيمې بجې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې څلور وسلوال بريد کوونکي د کندهار ښار د شپږمې ناحيې اړوند د زاړه ښار په سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې ډله ييز بريد وکړ.

نوموړى وايي، چې تر پنځلسو دقيقو نښتې وروسته څلور واړه بريد کوونکي ووژل شول.

خو جاوېد فيصل وويل، چې په دې نښته کې درې پوليس هم وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د والي وياند وايي، چې په سيمه کې اوس وضعيت ښه دى او پوليسو په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

د احمدالله په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې سهار وخته ناڅاپه ډزې پيل شوې او تر شاوخوا ٢٠ دقيقو پورې نښته روانه وه.

دى وايي، چې سيمه د امنيتي ځواکونو لخوا کلابنده شوې وه؛ ځکه دوى نه پوهېږي، چې څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب وياند قاري يوسف احمدي د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې څلور ځانمرګيو بريد کوونکيو د زاړه ښار په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر يوې پوستې بريدونه کړي او جګړه روانه ده.

نوموړي دغه راز وويل، چې د شاه وليکوټ ولسوالۍ د دهلې له بند سره هم پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى او هلته هم جنګ روان دى.

خو د والي وياند د شاه وليکوت بريد رد کړ.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.