پلخمري (پژواک، ٨ چنګاښ ٩١): د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د تېلو په ټانکر کې د چاودنې له امله يوتن ووژل شو او پنځه نور ټپيان شول.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو مدير سکندر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا څلورنيمې بجې، په ټانکر کې د چسپکي ماين له امله رامنځ ته شوه.
هغه زياته کړه، چې د چاودنې له امله اورلګېدنه هم رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې يې مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
د سکندر په وينا، په دې پېښه کې يوتن وژل شوى، ٤ نور ټپيان شوي او ١٥ هټۍ سوځېدلې دي.
خو د پلخمري ښار روغتون سرطبيب ډاکټر ګل محمد وردګ پژواک ته وويل، چې دوى ته تردې مهاله يو مړى او پنځه تنه ټپيان راوړل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ټپيانو له ډلې يوتن رخصت شوى او ٤ نور په روغتون کې بستر دي.
د استخباراتو مدير وايي، چې اورلګېدنه دوام لري، خو اطفائيه رارسېدلې او د اور د کابو کولو هڅه کوي.
په سيمه کې د يوه موبايل پلورنځي خاوند محمد اعظم، چې هټۍ يې سوځېدلې، پژواک ته وويل، چې اور په ډېرې تېزۍ سره د ده دوکان ته راورسېد او د دوکان ټول توکي يې له خاورو سره خاورې شول.
ده ادعا وکړه، چې د يو ميليون افغانيو مالي زيان وراوښتى دى.
له بلې خوا پوليس وايي، تراوسه نه ده معلومه ، چې ياد شوى چسپکي ماين د چا له خوا ځاى پر ځاى شوى وو.
د دې چاودنې مسووليت هم تردې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن