کندهار (پژواک ١٠ چنګاښ ٩١): امنيتي چارواکي د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د څلورم کلک هوډ په نوم د عملياتو د پيل کولو خبر ورکوي او وايي چې مشري به يې د افغان ځواکونو پر غاړه وي.
په دې اړه په کندهار هوايي ډګر کې مېشت د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو په قومندانۍ کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ايساف د استازو ترڅنګ د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد، د ملي پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون قوماندان جنرال سالم احساس، د عامه نظم د پوليسو قوماندان او د ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال ګډون کړى و.
د دغو عملياتو په اړه جنرال عبدالحميد حميد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات په لومړي پړاو کې د ژېړۍ او په دويم پړاو کې د پنجوايي او ميوند ولسواليو په هغو سيمو کې پلان شوي، چې په دې وروستيو کې په کې يو ځل بيا د وسلوالو مخالفينو ګواښونه زيات شوي دي.
هغه زياته کړه، د دغو عملياتو مشري به د افغان ځواکونو پر غاړه وي، چې ملي پوليس، ملي امنيت او ملي اردو به په کې برخه ولري، خو ايساف به ملاتړى رول لري.
د نوموړي په وينا، دغه عمليات به تر هغه مهاله ادامه پيدا کړي، چې په دغو سيمو کې د امنيت او ثبات په پايله کې حکومتوالۍ، بيارغونې او د سيمه ييزو پوليسو جوړېدو ته لاره هواره شي.
حميد په دغه ولايت کې د واک د لېږد د پروسې په اړه وويل، چې کندهار ښار، ډنډ، دامان او ارغنداب هغه سيمې دي، چې واک به يې له بهرنيو افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
ده وويل: ((اوسمهال د ملي اردو او ملي پوليسو شمېر پوره شوى، ظرفيتونه يې لوړ شوي، همدا اوس د ګڼو سيمو امنيت د دغو ځواکونو له خوا ساتل کېږي، دغه ټکي موږ ته دا هيله مندي راکوي، چې دغلته به د واک لېږد بريالى وي.))
د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال وويل، چې له دغو عملياتو سره د سيمې په امنيتي حالت کې ښه والى راځي او دغه راز حکومتوالۍ او بيارغونې ته زمينه مساعدېږي.
ژېړۍ د کندهار د دوو نورو ولسواليو پنجوايي او ميوند ترڅنګ پرته هغه ولسوالۍ ده، چې مخکې په کې د وسلوالو مخالفينو فعاليتونه ډېر زيات وو، چې دوه کاله وړاندې د همکارۍ د تدابيري پلان د عملياتو له مخې د وسلوالو له ولکې و ايستل شوه.
خو په دې وروستيو کې يو ځل بيا په کې د وسلوالو مخالفينو فعاليتونه تر سترګو کېږي، چې چارواکي يې پر وړاندې د څلورم کلک هوډ عمليات پيلوي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن