ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت : د پاکستان توغندويي بريدونو ته به په موکه ځواب ورکړل شي

author avatar
2 Jul 2012 - 18:00
author avatar
2 Jul 2012 - 18:00

کابل ښار(پژواک ١٢ چنګاښ  ٩١): د ملي امنيت لوى رياست ګواښ وکړ،چې د پاکستان د توغندويي بريدونو په هکله افغان ولس او دولت بې تفاوته نه دى او په موکه به ورته مناسب ځواب ورکړي.

د پاکستان په بريدونو کې ،چې له څه باندې دوه مياشتو راهيسې د کونړ په سرحدي ولسواليو دوام لري ، خلکو ته په کې ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

سيمه ييز چارواکي وايي،چې د بريدونو له امله سلګونه کورنۍ بې ځايه شوي او ددې ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې په يوځنګل کې اورلګېدلى دى.

دې بريدونو وروسته له هغه زور واخيست، چې له پولې هغه غاړه د پاکستاني طالبانو په يو بريد کې ١٧ پاکستاني سرتېري ووژل شول او پاکستاني مسوولينو ادعا وکړه،چې دا وسلوال کسان د افغانستان له خاورې راوښتي دي، خو افغان چارواکو دا ادعا رد کړې ده.

د ملي امنيت لوى رياست دا بريدونه لويه انساني غميزه بولي او وايي،چې افغانستان به په ټول ځواک د پاکستان د توغندويي بريدونو پر وړاندې ودرېږي.

 د ملي امنيت د عمومي رياست مرستيال وياند،شفيق الله طاهري په نننۍ خبري ناسته کې ګواښ وکړ،چې ولس او افغان دولت به هيڅ کله د پاکستان د راکټي بريدونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او په خپل وخت به ځواب ورکړي.

نوموړي وويل،چې پاکستان ددې توغندويي او غلچکي بريدونو تر چتر لاندې هڅه کوي، څو د کونړ او نورستان ولايتونو کلي او ولسوالۍ ونيسي.

طاهري د پاکستان د بريدونو د غندلو ترڅنګ زياته کړه،چې په کونړ او نورستان ولايتونو باندې ددې بريدونو او غلچکي جګړو موخه، د لا زياتو ترهګرو او تروريستانو ځاى پرځاى کول دي.

 د نورستان سيمه ييزو چارواکو درې ورځې مخکې ،د پاکستاني طالبانو په ګډون د سلګونه طالبانو له لوري د نورستان ولايت د کامدېش ولسوالۍ په دوو کليو د بريد خبر ورکړ او د هغوى د لسګونو کسانو د وژلو ادعا يې وکړه.

هغوى ويل،چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د پپړوک په نوم يو کلى هم سوځولى دى.

د ملي امنيت د لوى رياست مرستيال وياند وويل،چې دا بريدونه په کره توګه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د مودې له رانږدې کېدو سره ترسره کېږي او پاکستان پلان لري،چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو مخکې په سيمه او افغانستان کې طالبان او ترهګرې ډلې ،نورې هم ځواکمنې کړي.

 طاهري وويل: (( پاکستان هڅه کوي،چې د طالبانو او تررويستي ډلو لپاره په سيمه او افغانستان کې ثابت او دايمي مرکزونه جوړ کړي او په احتمالي توګه که چېرته د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته تروريستي او تخريبي بريدونه زور اخلي او دوام کوي، پاکستانيان به نړيوالې ټولنې ته يو لاسوند او د استدلال يوه مرجعې ولري،چې طالبانو د بهرنيو ځواکونو په شتون کې هم په افغانستان کې جګړې او بريدونه کول او يو شمېر سيمې يې په کنټرول کې درلودې.))

هغه زياته کړه،چې له ٢٠١٤کال څخه وروسته به د افغانستان ټولې پولې په بشپړه توګه سطرکېږي او تر هغه کال پورې به پر مخالفينو ډير فشار وارد شي او دهغوى دفعاليت سيمه به محدوده شي، پاکستان په دې خاطر چې په سيمه او افغانستان کې يې له تروريستانو نه دملاتړ لپاره لارې چارې برابرې کړې دي، داسې توغندويي او جبهه يي بريدونه سازماندهي کوي.

 د ملي امنيت مرستيال وياند زياته کړه،چې دا بريدونه په داسې حال کې د پاکستان له لوري په ښکاره توګه ترسره کېږي، چې ياد هېواد په تېرو لسوکلونو کې په پټه افغانستان ته تروريستان  رالېږل او چاوېدونکي توکي يې لېږدول.

نوموړي وويل، دا بريدونه د تېرو بريدونو په سلسله پيل شوي  او د تېرکال د بريدونو په اړه کافي اسناد او دتوغول شويو راکټونو ټوټې،چې د پاکستان پوځ اړوند وې،د رسنيو  او نړېوالې ټولنې کتو ته وړاندې شوې او دا جوته ده،چې دا بريدونه د پاکستان له لوري ترسره شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده،چې ملي دفاع وزارت تېره اونۍ اعلان کړى و، چې هغوى د پاکستان راکټي بريدونو ته د ځواب ورکولو لپاره  د ولسمشر امرته سترګې په لار دي.

د بهرنيو چارو وزارت هم پرون وويل،که چېرته دا ستونزه له ديپلوماتيکې لارې هواره نه شي، افغانستان به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته مراجعه وکړي.

 

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.