ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني والي په اندړو کې د ښوونځيو د بېرته ژر پرانيستو ژمنه وکړه

د غزني والي په اندړو کې د ښوونځيو د بېرته ژر پرانيستو ژمنه وکړه

author avatar
7 Jul 2012 - 16:39
د غزني والي په اندړو کې د ښوونځيو د بېرته ژر پرانيستو ژمنه وکړه
author avatar
7 Jul 2012 - 16:39

غزني ښار (پژواک ۱۷ چنګاښ ۹۱): د غزني والي وايي، چې دوى به په اندړو ولسوالۍ کې ډېر ژر ټول ښوونځي خلاص او ودانۍ به ورته جوړې کړې.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده، د ولايتي شورا غړي، ديني عالمان او يو شمېر قومي مشران نن (د چنګاښ ١٧ مه) په يو سفر د غزني اندړو ولسوالۍ ته تللي وو او دغه څرګندونې يې هلته وکړې.

د غزني والي په اندړو ولسوالۍ کې يوې جوړې شوې غونډې ته وويل، چې د امنيت په شتون کې به ډېر ژر په اندړو ولسوالۍ کې ټول تړل شوي ښوونځي خلاص او نوې ودانۍ به ورته جوړې کړي.

نوموړي د اندړو له اوسېدونکو وغوښتل، چې په دې برخه کې بايد له دوى سره پوره مرسته وکړي او وسلوالو طالبانو ته دې اجازه نه ورکوي، چې د دغو کارونو مخنيوى وکړي.

هغه وويل: ((څو ځلې مې وغوښتل، چې دلته په اندړو کې ښوونځي جوړ کړم، خو د دين او هېواد دښمنانو پرې نه ښودم.))

د غزني والي د بندسردې د کانال د جوړونې خبره هم وکړه او زياته يې کړه، چې ډېر ژر به د دغه کانال د جوړولو کار هم پيل کړي، چې په دې سره به زرګونو کسانو ته د کار زمېنه برابره شي.

نوموړي زياته کړه: ((لومړى د اندړو ولسوالۍ له اوسېدونکو مننه کوم، چې په ولسي پاڅون کې يې پراخه برخه اخيستې او اوس ورڅخه هيله کوم، چې له دولت سره د امنيت په راوستو کې مرسته وکړي.))

والي له خلکو وغوښتل، چې ولسي پاڅون ته پراختيا ورکړي او پرې نه ږدي، چې بهرني او کورني وسلوال مخالفين ښوونځي او بازارونه وتړي او مشران يې ووژني.

نوموړي دغه راز له وسلوالو طالبانو وغوښتل، چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شي او بهرنيان دې خپلو سيمو ته د جهاد په نوم نه راولي.

د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، کله چې د دوى په سيمه کې ولسي پاڅون راپورته شوى، نو امنيت يې هم ښه شوى دى، خو دوى نيوکه کوي، چې دولت ورسره تر اوسه هېڅ مرسته نه ده کړې.

په اندړو کې د سلطان شهاب الدين لېسې د نهم ټولګي زده کوونکي نېک محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوس امنيت هم شته، خو په ښوونځي کې ښوونکي او درسي مواد نه لري.

نوموړي زياته کړه: (ښوونځي موخلاص دي، خو ټوله ورځ همداسې تېره شي، ښوونکي او درسي مواد نه لرو او نه مو تر اوسه چا غم خوړلى.))

که څه هم د اندړو ولسوالۍ خلک دې ته خوشحاله دي، چې په راتلونکي کې به د بيارغونې کارونه ورته پيل شي، خو ګيله کوي، چې په تېرو لسو کلونو کې دولت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.

د اندړو ولسوالۍ يوه ښوونکي محمدابراهيم پژواک اژانس ته وويل: ((تېر لس کاله مو ټول په ظلم، جنګ، وهلو، بندي کولو راتېر کړل او دولت هېڅ ونه کړل.))

د نوموړي په خبره، دوه کاله وړاندې وسلوالو طالبانو د جاسوسۍ په تور په اندړو ولسوالۍ کې له لسو ډېر د سيمې محصلين حلال کړل، خو چا يې پوښتنه هم ونه کړه.

د هغه په وينا، په دې ولسوالۍ کې په سلګونو ماشومان له زده کړو بې برخې دي، خو تر اوسه د زده کړو زمينه ورته برابره نه شوه.

د يادونې ده، د غونډې پر مهال د وسلوالو طالبانو له لوري د هاوان درې مرمۍ وتوغول شوې، خو زيان يې نه درلود او په خالي ځمکو ولګېدې.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.