Pajhwok Afghan News

توکیو کې نړيوالو له افغانستان سره د ۱۶ میلیارد ډالره مرستې ژمنه وکړه

توکيو (پژواک ۱۸ چنګاښ ٩١): د توکيو کنفرانس له افغانستان سره، د څلورو کلونو لپاره د ۱۶ ميليارد ډالره مشروطې مرستې د ژمنې په کولو پای ته ورسېد.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول د کنفرانس په پای کې د خبري ناستې پر مهال وویل، چې د افغانستان خلک او حکومت د کنفرانس له پايلو راضي دي او نړيوالو، چې د افغانستان د پراختيا او تلپاتې پرمختيا لپاره په يوه خوله کومې مرستې اعلان کړې د افغانستان خلک او حکومت ترې مننه کوي.

د هغه په وینا، د نړيوالې ټولنې اندېښنې او ګټې او په ځانګړې توګه د بشري حقونو، د ښځو او ماشومانو په اړه ورته د منلو وړ دي.

نوموړي زیاته کړه: ((دا کنفرانس زموږ د کار پای نه دی، دا د کار پيل دی او موږ ژمن يو، چې نړيوالې مرستې په ښه توګه مديريت کړو او د څارنې لپاره مو د توکيو د (متقابلو مسيولیتونو د منلو چوکاټ) په نوم له ژمنو څخه د نظارت مېکانيزم جوړ کړی دی.))

د زلمي رسول په خبره، نړيواله ټولنه به له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې د ۱۶ ميلياردو ډالرو مرسته وکړي او دغه مرستې به تر ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو پورې هم جاري وي.

ده وویل: ((دغه مرستې به له موږ سره کومک وکړي ، چې د افغانستان خلکو ته ښه خدمات عرضه کړو او هغه اخري هدف ، چې په خپلو پښو درېدل دی هغه ته ورسېږو.))

د هغه په وینا، په افغانستان کې دوی د رڼو ټاکنو د سرته رسولو لپاره د افغانانو پوروړي دي.

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وویل، چې له نننې کنفرانس څخه له توقع پورته ښې پايلې له ځان سره لري او له مرسته کوونکو یې مننه وکړه.

د ده په خبره، کومې ويناوې او د مرستو ارقام ، چې اعلان شول، دومره لوړ دي ، چې افشا کولی یې نه شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د نړيوالې ټولنې د ښې حکومتوالۍ او د فساد پر ضد د مبارزې غوښتنه یواځې د نړیوالو نه ده او نه یواځې د هغوی لپاره عمل پرې کوو، بلکې دا د افغانستان د خلکو غوښتنه هم ده.

 زاخېلوال وویل، چې د توکيو کنفرانس د افغانستان د پرمختګ لپاره داسې بنسټ کېښود، چې افغانستان به پر ځان متکي کېدو خواته بوځي.

نوموړي زیاته کړه: ((موږ د توکيو د متقابلو مسيولیتونو د منلو پر چوکات باندې عمل کوو او دا د افغانستان د خلکو غوښتنه هم ده، د مدني ټولنې د دريځ نه ملاتړ کوو او هغه نقش او فشار ، چې لري هغه منو.))

د هغه په وینا، له نړيوالې ټولنې غواړي، چې د دوی د بنسټونو په جوړولو کې هم ورسره مرسته وکړي.

د ده په خبره، ملي لومړيتوبونه په ګوته شوي، د پرمختګ لاره او اړتیاوې مشخصې شوي او هغو پیسو ته چې اړتيا وه، هغه په لاس ورغلي دي.

په یاده خبري ناسته کې د جاپان د بهرنيو چارو وزير وویل، چې د توکيو د متقابلو مسيولیتونو د منلو  چوکاټ کې دوه اړخيزې ژمنې درج شوي او نړيوالې ټولنې له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې له ۱۶ ميلياردو د زياتو مرستې ژمنې وکړې. 

د هغه په وینا، د چوکاټ د ارزونې لپاره به د برتانيا هيواد په ۲۰۱۴ کال کې د وزيرانو په کچه غوڼده راوبولي او دغه راز به وخت په وخت غونډې جوړېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د جاپان حکومت به د راتلونکي درېيو کلونو لپاره درې مليارده ډالره مرسته وکړي.

په دې کنفرانس کې امریکا، جاپان، بریتانیا او المان تر ټولو هیوادونو د زیاتو مرستو اعلان وکړ.

د یادونې ده، چې دغه کنفرانس د توکيو د پرېکړې په نوم، چې ۱۹ مادې لري د کنفرانس د ګډونوالو لخوا تاييد شو.

د یادونې ده ، چې یوه نیم میاشت مخکې دامریکا په شیکاګو ښار کې د ناټو د سرمشریزې غونډې پر مهال دافغان ملي ځواکونو لپاره هر کال د څلور اعشاریه یو ميلیارده ډالرو مرستې اعلان شوی و.

دافغانستان بانک وایي، چې دوی د کلنيو لګښتونو لپاره د کال شپږ ميلیارده ډالرو ته اړتیا لري، چې دوه ميلیارده له خپلو سرچینو څخه ترلاسه کوي او څلور میلیارده نور د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.

Views: 1

Exit mobile version