Pajhwok Afghan News

په کابل کې د ماشومانو د اسهال پېښې زياتې شوې

کابل (پژواک ١٩ چنګاښ ٩١): په کابل کې ډاکټران وايي، چې په تېرو دوو مياشتو کې يواځې د اندراګاندي روغتون ته تر درېيو زرو پورې ماشومان چې پر زړه بدوالي او اسهال ناروغيو اخته وو، ور وړل شوي دي.

د دغه روغتون مسوولين وايي، چې هره ورځ شاوخوا سل ماشومان چې د ځينو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وي، تر درملنې لاندې نيول کېږي.

د ماشومانو د اندراګاندي روغتون مرستيال ډاکټر بشير قريشي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په روان لمريز کال دوى د ماشومانو د اسهالاتو له جدي پېښو سره مخ شوي دي.

د هغه په وينا، په دې ناروغۍ اخته يو شمېر ماشومان په ډېر نازک حالت کې دغه روغتون ته وړل شوي.

ډاکتر قريشي وويل، چې په تېره مياشت (غبرګولي) کې د اسهالاتو ١٣٤٨ پېښې لرلې، چې له دې ډلې يې ٣٨٥ تنه بستر شوي وو.

نوموړى وايي، چې د چنګاښ د مياشتې له لومړۍ ورځې راهيسې يې روغتون ته ١٦٦٢ ماشومان چې د اسهال په ناروغۍ اخته وو، ور وړل شوي چې له دې ډلې ٢٧٥ تنه بستر شوي دي.

د اندراګاندي روغتون مرستيال د اسهال ناروغۍ له امله د مړو شوو ماشومانو کچه يو سلنه وښوده او زياته يې کړه: ((هره ورځ شاوخوا سل ناروغان راځي چې پنځوس ماشومان يې له بدن څخه د زياتو اوبو د ضايع کېدو له امله بستر شوي دي.))

له يوه ماشوم سره راغلې پايوازه شاه بي بي چې له خپل بستر ماشوم سره ناسته وه، په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې راتلې، پژواک اژانس ته وويل، چې له دوو ورځو راهيسې يې شپږ کلنه لمسۍ بستر ده.

هغې زياته کړه، چې پر دې ماشومې د اسهال ناروغي لګېدلې او دوه ورځې مخکې په داسې حال کې چې حالت يې ډېر خراب و، روغتون ته راوړې ده.

شاه بي بي پر سوداګرو او دوکاندارانو نيوکه وکړه، چې غير صحي توکي پلوري او له امله يې ماشومان د اسهال پر ناروغۍ اخته کېږي.

د ياد روغتون ډاکټران وايي، چې د تېر په څېر سږ کال هم د هوا په ګرمېدو سره د اسهالاتو ناروغي زياته شوې ده.

يوې بلې مور کاملې وويل، چې ماشوم ته يې په نيمه شپه کې ناڅاپي اسهال او زړه بدوالى پيدا شو.

دغې مور وويل، چې د هوا په ګرمېدو سره د دوى د کور چار چاپېره کثافات ډېرېږي او له امله يې خوسا بوى رامنځته کېږي.

هغې زياته کړه: ((نه پوهېږم څه به يې خوړلي وو، ښايي له ځمکې يې کوم ناولى شى پورته کړى وي، ځکه ګرمي ده او زموږ د کور شاوخوا کثافات هم ډېر راټول شوي دي.))

د صحت طفل روغتون د داخلې څانګې يوه ډاکټر احمد وليد روشن روغتون ته د ناروغ په لېږد کې ځنډ او د ماشوم د بدن د اوبو ضايع کېدل د اسهالاتو له خطرناکو ډولونو وباله او زياته يې کړه چې له يو ساعت نه په لږ وخت کې ډېره تبه، د عمل ډېروالى خطرناک دي او په داسې حالاتو کې ناروغ بستر کېږي.

هغه په دې ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو يو عمده لامل د ژوند چاپېريال او خښاک اوبو ته نه پاملرنه په ګوته کړ او دا يې د باکتريا د ودې لپاره يو مساعد فکټور وباله.

په داسې حال کې چې ډاکتر روشن د اسهال په وخت کې د ماشوم پر تغذيې ټينګار کاوه، د مور شيدې، صحي خواړه په ځانګړې توګه وريژې اوبه، سوپ او نور مايعات هم اړين بولي.

بلخوا د دغه روغتون مسوولين د درملو او سيروم له کموالي سرټکوي، د صحت طفل روغتون مرستيال وايي، چې ډېرى مهال له دا ډول ستونزو سره مخامخ کېږي.

که څه هم د عامې روغتيا وزارت د موسمي ناروغيو په ځانګړې توګه اسهالات تاييدوي، خو وايي، چې دغه وزارت په روغتيايي مرکزونو کې د ښو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه کوټلې هڅې کوي.

د دغه وزارت د عامه اړيکو سلاکار ډاکتر حفيظ پژواک اژانس ته وويل، چې روغتيايي پرسونل د ٢٤ ساعتونو لپاره په روغتيايي مرکزونو خلکو پر خدمت بوخت دي.

هغه وايي: ((موږ له د دې ډول حالاتو پر وړاندې بشپړ چمتووالى لرو او د بيړنيو ناروغانو لپاره هم کافي سيروم او درمل په واک کې لرو.))  

د يادوني ده چې د صحت طفل (اندراګاندي) روغتون په کال ١٣٤٦ کې د هند د ولسمشر د د مرستيال ډاکتر ذاکر حسين له خوا يې بنست کېښودل شواو اوس ٣٥٠ بستره لري.

د روغتون معاون وايي، چې مخکې د درملو په برخه کې د هند مرستې ډېرې وې، خو يوازې د دغه روغتون د ساختماني برخې په رغونه کې مرستې کوي.

Views: 7

Exit mobile version