ميمنه (پژواک ٢٦ سرطان ٩١): د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخالق اقساى ادعا کوي، چې نښته نن سهار وروسته له هغه پيل شوه، چې د چيچني او پاکستاني وګړو په ګډون څه باندې سلو وسلوالو طالبانو په قيصار ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريد وکړ.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې نښته کې ١٠ وسلوال طالبان وژل شوي او د درېيو يې مړي په سيمه کې پاتې دي.
د اقساى په وينا، دا چې نښته تر اوسه (له غرمې مخکې ١٠ بجې) روانه ده، د وژل شوو کسانو هويت نه شي معلومېداى.
د فارياب امنيه قوماندان زياته کړه، چې پوليس او ملي اردو له يو بل سره پر همغږۍ د طالبانو بريدونه پر شا تمبوي او له سيمې نه د هغوى د ايستو په حال کې دي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي په يو ټيلېفوني پيغام کې پژواک خبري اژانس ته ادعا کړې، چې دوى په قيصار ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو بريدونه پر شاه تمبولي، تر اوسه يې درې سرتېري وژلي او څلور نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چې پر امنيتي پوستو د دوى بريدونه دوام لري او يو پوليس يې له وسلې سره نيولى دى.
د قيصار ولسوال محمدصديق حميديار وويل، چې د خواجه کينټي په سيمه کې نښته روانه ده او په ترڅ کې يې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.
همدارنګه سيد شفيق، چې ځان سيمه ييز مشر معرفي کوي، وويل، چې نښته د استوګنې له سيمې لرې د امنيتي پوستو شاوخوا روانه ده او خلکو ته په کې زيان نه دى اوښتى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن