ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په څلور ولسواليو کې د دولت د مخالفينو خوځښتونه ډېر شوي

2 Aug 2012 - 13:52
2 Aug 2012 - 13:52

جلال اباد (پژواک، ١٢ زمرى ٩١): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي، چې په څلورو ولسواليو کې مخالفين د تلاشۍ پوستې جوړوي او چريکي بريدونه ترسره کوي.

امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزي دغه څرګندونې نن (د زمري ١٢مه) په جلال اباد ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، چې د دغه ولايت په شېرزاد، حصارک، پچيراګام او چپرهار ولسواليو کې د وسلوالو مخالفينو خوځښتونه زيات شوي، چريکي ګروپونه لري، موټر تلاشي کوي او دولتي مامورين ترې ښکته کوي.

د نوموړي په وينا، په دغو ولسواليو کې مخالفين ډله ييز فعاليت لري، غلچکي بريدونه کوي، د تلاشۍ پوستې جوړوي او پر خامه سړکونو ماينونه هم ږدي.

ستانکزي وويل، چې وسلوالو مخالفينو د مقابلې توان نه لري، غلچکي بريدونه کوي او بيا تښتي.

نوموړي زياته کړه، چې د يادو څلورو ولسواليو پر سړکونو د ماين چاودنو ورته سرخوږى پيدا کړى دى.

امنيه قوماندان وويل، چې تر اوسه هغه پنځه پوليس نه دي پيدا شوي، چې يوه اوونۍ وړاندې د جلال اباد-حصارک پر لاره نادرکه شوي وو.

نوموړي د ننګرهار پر ولس غږ وکړ، چې د مخالفينو پر ضد دې پاڅون وکړي او له دولتي سرتېرو سره دې په ګډه خپلې سيمې له پرديو وسلوالو پاکې کړي.

امنيه قوماندان رد کړه، چې ګواکې په جلال اباد ښار کې د انسان تښتوونکو ځانګړي ګروپونه شتون لري او پوليس يې په نيولو کې پاتې راغلي دي.

ستانکزى وايي، چې ټول شکمن خلک تر تعقيب لاندې دي، د چټک غبرګون قطعې ٤٠ سربازان هره ورځ د پلان له مخې د موټرو تورې ښيښې پاکوي او شکمن خلک نيسي.

هغه وويل، چې ډېر ژر به د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې يونيم زر سيمه ييز پوليس پر دندو وګومارل شي، چې همدا اوس امنيې قوماندانۍ ته د دوى لپاره شپږ ويشت عرادې رينجر موټر او يوه شمېر وسلې ور رسېدلې دي.

قوماندان ډاډ څرګند کړ، چې د ګوشتې ولسوالۍ په څېر به په پاتې ولسواليو کې هم سيمه ييز پوليس ډاډمن امنيت ټينګ کړي.

نوموړي د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې، چې رښتيا هم د شېرزاد، خوګياڼو او حصارک ولسواليو ته سلګونه وزيرستاني طالبان را اوښتي؟ وويل، دا د وسلوالو مخالفينو دروغجن تبليغات دي چې غواړي د خلکو مورال کمزورى کړي.

عبدالله ستانکزي وويل، چې مخالفينو د مخامخ جګړې وړتيا نه لري، يواځې له کمين او غلچکي بريدونو څخه کار اخلي.

خو د حصارک ولسوال حاجي عبدالخالق معروف وايي، چې ولسوالۍ ته يې سلګونه وسلوال طالبان راغلي، چې ډېرى يې وزيرستاني دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د دې ولسوالۍ په ډېرو برخو کې وسلوال مخالفين پراخ شتون او پرمختللې درنې وسلې لري.

ولسوال وويل، درې ورځې وړاندې ده او ساتونکو يې په يواځې سر له وسلوالو سره پنځه ساعته جګړه وکړه؛ خو پر وينا يې، دولت د دې وړتيا هم نه درلوده، چې د جګړې له ډګره يې ټپيان روغتون ته يوسي او يا د کمين ماتولو په موخه يې مرستې ته ور ودانګي.

د حصارک د پرمختيايي شورا رييس ډاکټر محمدنعيم ولاړ پژواک ته وويل، چې د ولسوالۍ په نږدې پرتو سيمو کې وسلوال طالبان چې مشري يې وزيرستاني طالبان کوي، له خلکو مېلمستياوې غواړي، په زوره د خلکو په کورونو ډوډۍ ور اړوي تر دې چې خلکو د ژمي لپاره زېرمه کړي خواړه، د وسلوالو له لاسه خلاص کړي دي.

د نوموړي په وينا، په دې ولسوالۍ کې تر شپږ سوو پورې بهرني طالبان اوسېږي.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي يوه مياشت وړاندې په يوه خبري کنفرانس کې منلې وه، چې پاکستاني طالبان هڅه کوي د ننګرهار ځينو ولسواليو ته د شمالي وزيرستان د طالبانو اډې را ولېږدوي.

د چپرهار قومي مشر ملک فيض الله عمر پژواک ته وويل، چې په چپرهار کې اتيا سلنه نا امني ده.

د نوموړي په وينا، په دې ولسوالۍ انارشي حاکمه ده، سړى نه پوهېږي، چې واک له چا سره دى.

فيض الله عمر وويل، چې د چپرهار ولسوال او امنيه قوماندان له وېرې له خپلو قرارګاوو نه شي وتلى او نه هم د خلکو ستونزو او شخړو ته رسيدګي کولى شي.

نوموړي زياته کړه، د ولسوالۍ په ډېرو برخو کې ټوپک سالاران د خلکو ځمکې او کورونه په زوره نيسي.

فيض الله عمر وويل، ولايتي ادارې په ولس کې باور بايللى، تر هغې چې بنسټيز بدلون په کې رانه شي، پر سيمه ييز پوليسو او امنيه قوماندانۍ د دغو نا ارامو ولسواليو امنيت نا شونى دى.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د پاکستان له کورمې او خيبر ايجنسيو سره په کرښه پرتې د سپين غر په لمن کې سرحدي ولسوالۍ د نا امنيو او وسلوالو مخالفينو د تحرکاتو ښکار دي، تر دې چې اوس په لغمان کې هم پاکستاني طالبان په جګړو کې وژل کېږي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version