Pajhwok Afghan News

ملي دفاع وزارت په پوځ کې د چترال د ځوانانو جذب او شتون رد کړ

کابل (پژواک ١٢ زمرى ٩١): د ملي دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د ملي اردو په ليکو کې د پاکستان د چترال ځوانان جذب شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال دولت وزيري د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغان دولت هېڅکله داسې کار نه کوي چې پردي په خپل پوځ کې وګوماري.

هغه زياته کړه: ((دا کار زموږ په ګټه نه بلکې په زيان دى، موږ په خپله خپل افغان ځوانان ډېر لرو او د کميت له پلوه هم پرديو ته نه يو محتاج.))

جنرال وزيري په دې اړه د پاکستان په رسنيو کې خپاره شوي راپورونه په کلکه رد کړل.

د پاکستان د جيو ټلويزيون نن خبر ورکړى و، چې د افغانستان پولې ته څېرمه د چترال د سيمې بې کاره ځوانان په افغان پوځ کې جذب شوي دي.

چترال د افغانستان له کونړ او نورستان ولايت سره ګډه پوله لري.

يادې سرچينې د خيبر پښتونخوا ايالت د کورنيو چارو ادارې له خوا د يوې خپرې شوې خبرپاڼې په حواله ليکلي، چې ځايي چارواکو د چترال د سيمه ييزو مسوولينو په اړه راپور غوښتى دى.

سرچينې زياته کړې، چې حکومت د هغو ځوانانو لېست، پېژندګلوي او ادرسونه غوښتي، چې په افغان پوځ کې شامل شوي دي.

بلخوا د چترال يوه دولتي چارواکي رحمت الله وزير جيو ټلويزيون ته منلې چې د سرحدي کليو يو شمېر ځوانان په افغان پوځ کې دنده ترلاسه کړې وه، خو ډېرو يې بېرته دندې خوشې کړې دي.

Views: 0

Exit mobile version