ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په امنيتي پېښو کې ١٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د هلمند په امنيتي پېښو کې ١٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
5 Aug 2012 - 10:27
د هلمند په امنيتي پېښو کې ١٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
5 Aug 2012 - 10:27

لښكرګاه (پژواك، ۱۵ زمري ۹۱ ) : افغان او ايساف سرچينې وايي ،چې د هلمند ولايت په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې ١٦ تنو عامو وګړيو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد فرهنګ د زمري په ۱۵ مه پژواك خبري اژانس ته وويل ،چې تېر مازيګر د سنګين ولسوالۍ په فتح  محمد پيچ سيمه كې ديوه ماين په چاودنه كې يو عام وګړى ووژل شو او دوه پوليس ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه ،چې ماين د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى شوى و او د پوليسو او عامو وګړيو د موټرو ترمنځ يې چاودنه وکړه.

فرهنګ دغه راز وايي ،چې تېره شپه د يوې بجې په شاوخوا كې د لښكرګاه د اوومې حوزې په سيمه كې د پوليسو د ګزمې  پر موټر د ماين چاودنه شوې ،چې په ترڅ كې يې دوه پوليسو ټپيان  شوي دي.

بلخوا په سوېل لوېديځ کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ،چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ګرشک ولسوالۍ کې ١٠ تنو ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچينې زياته کړې ،چې ملکي وګړيو ته دغه مرګ ژوبله د ګرشک ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې د ماين چاودنو له امله اوښتې ده.

ايساف وايي،چې په دې پېښو کې درې تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي ، په وژل شويو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شته ، چې ځينې ټپيان د ايساف روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.

بل خوا دګرشك ولسوالۍ امنيه  قوماندان سمونيار ګلي خان پژواك ته وويل  ، چې نن سهار شپږ بجې  د ولسوالۍ په ختيځه سيمه  بند برق كې د يوه باسيكل په وسيله چاودنه شوې، خو چاته يې زيان نه دى اړولى.

وسلوالو طالبانو که څه هم ديادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو ددوى يوه وياند قاري يوسف احمدي د هلمند په بېلابېلو سيمو کې د ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعاوې کړې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.