ښرنه (پژواک ٢١ زمرى ٩١): د پکتيکا د پوهنې چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په خوشامند ولسوالۍ کې، ١٣ کاله مخکې يو تړل شوى ښوونځى بېرته پرانيستل شو او زده کوونکو يې په کې زده کړې پيل کړې.
د پکتيکا د پوهنې سرپرست رييس عطامحمد قانع د زمري په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن يې د پکتيکا د خوشامند ولسوالۍ په ډيله سيمه کې هغه ښوونځى بېرته فعال کړ، چې په ١٣٧٨ لمريز کال کې تړل شوى و.
د هغه په وينا، دغه لومړنى ښوونځى د برج په نوم دى، چې ٤٣١ زده کوونکي به په کې زده کړې کوي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه ښوونځى يې د سيمې د قومي مشرانو په همکارۍ او د دوى په پر له پسې هڅو سره پرانيستل شو.
قانع وويل: ((اوس مهال په پکتيکا کې پنځه نور ښوونځي د بېلابېلو لاملونو له امله لا تړلي دي، خو موږ هڅه کوو، چې دغه هم ډېر ژر پرانېزو.))
د ده په خبره، د دغه ښوونځي پرانيستل، دوى ته او د پوهنې وزارت لپاره لويه لاسته راوړنه ده او له دې سره به د يادې ولسوالۍ د خلکو په ژوند کې بدلون راشي او د هغوى د ماشومانو او ځوانانو د راتلونکې لپاره ښه زېرى کېداى شي.
د يادونې ده، چې په ١٣٩١ کال کې په پکتيکا ٢٤ ښوونځي تړلي وو، چې ١٩ يې پرانيستل شول او پنځه يې اوس هم تړلي دي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن