Pajhwok Afghan News

وسلوالو طالبانو د اغاجان معتصم څرګندونې د ده شخصي نظر وباله

کابل ښار (پژواک ٢٤ زمرى ٩١): وسلوال طالبان وايي، چې اغا جان معتصم دا مهال د يو لړ خپلسريو له امله له دندو ګوښه شوى او نظر يې د دوى له دريځ سره تړاو نه لري.

د وسلوالو طالبانو د سياسي کمېسيون پخوانی رييس او د ماليې پخوانی وزير ملا اغا جان معتصم تېره ورځ د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د خپل نوم په ايستو خوښي ښودلې وه او له دغه لېست څخه يې د نورو طالبانو د نومونو د ايستلو غوښتنه هم کړې وه.

د ملا معتصم له خوا پژواک اژانس په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي وو، چې د افغانستان له جګړې او شخړې څخه خلک په تنګ شوي، نور سولې او ارامۍ ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه وه، چې دې جګړې ته د پاى ټکي اېښودلو په موخه ملګرو ملتونو او د امريکا متحده ايالاتو څو د پام وړ ګامونه اخيستي  چې له ډلې يې له تور لېست څخه د ده په ګډون د يو شمېر طالبانو د نومونو ايستل د يادولو وړ دي او وسلوال طالبان هم دا مهال سولې ته انعطاف او کږون لري.

د وسلوالو طالبانو لخوا د زمري په ٢٤ مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اغاجان معتصم په ۲۰۱۰ زېږديز کال کې د طالبانو د مشرتابه له لوري د يو لړ خپلسريو او په کارونو کې د نه شفافيت له امله له خپلي دندي نه ګوښه کړل شوی او دا مهال له دوى سره هېڅ دنده نه لري او نه هم په خپلو څرګندونو او کړنو کې د دوى استازېتوب کولای شي.

د سرچينې په وينا، دا چې اوس نوموړى په ترکيه کې اوسي، هلته د ده اوسېدنه د ده شخصي کار دى او طالبان په ترکيه کې دفتر نه لري او نه هم کابل او انقرې ته د اغاجان معتصم سفرونه د طالبانو د مشرتابه په لارښوونه او اجازه ترسره شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، چې د اغاجان معتصم اوسنيو حرکتونو ته په کتو سره، نوموړى اوس د خپل واک نه ښکاري، بلکې کړه وړه يې د نورو په اشاره او واک کې دي.

سرچينه وايي: ((طالبان له ټولو رسنيو نه په کلکه غوښتنه کوي، چې په راتلونکې کې د نوموړي څرګندونې او نظر طالبانو ته منسوب نه کړي او د دوى نظر يواځې د دوى وياندويان ورکولى شي.))

ويل کېږي، چې ملا اغا جان معتصم د قطر او د المان په خبرو کې هم له بهرنيانو سره د سولې په خبرو کې ونډه اخيستې وه ، هغه اوس مهال په ترکيه کې استوګن دی.

Views: 3

Exit mobile version