ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د پخواني والي فيضان الله فيضان روغتيايي حالت ښه وښودل شو

د غزني د پخواني والي فيضان الله فيضان روغتيايي حالت ښه وښودل شو

author avatar
24 Aug 2012 - 14:00
د غزني د پخواني والي فيضان الله فيضان روغتيايي حالت ښه وښودل شو
author avatar
24 Aug 2012 - 14:00

غزني ښار (پژواک ۳ وږى ۹۱): چارواکي وايي، چې د غزني پر پخواني والي فيضان الله فيضان ځانمرګو بريدګرو بريد وکړ او نوموړى يې ټپي کړ، خو اوس يې حالت ښه دى.

د غزني د ملي امنيت رييس سيد امير شاه سادات د وږي په ٣ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا ١٠ بجې د غزني ښار اړوند د پښتون اباد په سيمه کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا مخې ته د کابل – کندهار پر لويه لاره د ملي امنيت او ځانمرګو بريدګرو تر منځ نښته وشوه.

د هغه په وينا، يو کرولا موټر، چې ځانمرګى بريد کوونکى په کې له دوه نورو کسانو سره سپور و او غوښتل يې، چې د غزني پر پخواني والي فيضان الله فيضان او د ښار په نورو سيمو بريدونه ترسره کړي، خو د دوى له ځواکونو سره له نښتې وروسته يو ځانمرګى د متين په نوم ونيول شو.

نوموړي زياته کړه، چې ياد ځانمرګى بريدګر د پاکستان هېواد اوسېدونکى دى او ورسره دوه نور کسان د غزني ولايت اړوند دي او د ځانمرګو بريدګرو د لارښوونې په موخه ورسره وو، هغوى هم نيول شوي دي.

د ملي امنيت رييس وايي، چې فيضان الله فيضان د متين ځانمرګي له لوري د تومانچې په ډزو ټپي شو او دا مهال په غزني کې مېشت د ولايتي بيارغونې ډلې روغتون ته وړل شوى او روغتيايي حالت يې ښه دى.

د ده په خبره، ځانمرګى بريد کوونکى يې له چاودېدونکو توکو او واسکټ سره يوځاى نيولى دى.

نوموړى وايي، چې متين ٢٠ ورځې وړاندې له پاکستان څخه د تورخم پر لاره غزني ته رالېږل شوى و او غوښتل يې، چې د غزني پر پخواني والي او نورو امنيتي سيمو کې بريدونه ترسره کړي.

نيول شوي ځانمرګي بريدګر متين هم له خبريالانو سره ومنله، چې نوموړى غزني ته د ځانمرګي بريد په موخه راغلى و، خو نوموړي وويل، چې دې کار ته دى د وسلوالو طالبانوله لوري په زور رالېږل شوى دى.

بل خوا په سيمه کې عيني شاهدان وايي، چې ځانمرګي بريدګر درې تنه وو، چې يو يې په نښته کې ونيول شو، يو يې ټپي شو او درېيم تن يې، چې واسکټ يې هم پر تن و، له سيمې څخه په يو کرولا موټر کې له ټپي ځانمرګي سره وتښتېد.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دوى د غزني د اندړو ولسوالۍ د پاڅون کوونکو پر مشر او د غزني پر پخواني والي فيضان الله فيضان بريد کړى، چې دوه ساتونکي يې وژلي او هغه يې په خپله سخت ټپي کړى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.