ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنجوايي ولسوال: د جوماتونو ملا امامان د خلکو ذهنيتونه خرابوي

author avatar
27 Aug 2012 - 18:45
author avatar
27 Aug 2012 - 18:45

کندهار ښار (پژواک ٦ وږى ٩١): د کندهار د پنجوايي ولسوال وايي، د جوماتونو ملا امامان عامو وګړو ته ناسم ذهينت ورکوي، په کار ده په دغه ولسوالۍ کې د علماوو شورا جوړه شي، تر څو د هغوى د منفي تبليغاتو مخه ونيسي.

 د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد دغه څرګندونې نن (د وږي ٦ مه) د يادې ولسوالۍ د شورا په غونډه کې وکړې، چې په کې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال، کندهار ښاروال محمد عمر عمر، د پوهنې رييس شېر اقا ساپي او يو شمېر نورو مسوولينو ګډون کړى و.

 حاجي فضل محمد وويل، په پنجوايي ولسوالۍ کې د جوماتونو امامان عامو خلکو ته ناسم ذهنيت ورکوي، چې له امله يې خلک له حکومت سره واټن نيسي او په پايله کې ترې ستونزې را پيدا کېږي.

 هغه په دغه ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو له خوا د سړک د ويجاړولو پېښه هم د ناسم ذهنيت زېږنده وګڼله او ويې ويل، چې په کار ده دلته د علماوو شورا جوړه شي، تر څو د حکومت ضد ناسمو تبليغاتو مخنيوى وشي.

 ده وويل: ((زموږ خلک نالوستي دي، څه چې ورته د جوماتونو امامان وايي، هغوى هو به هو مني او د هغوى له خولې وتلې هره خبره د دين خبره ګڼي، په کار ده رښتيني ديني عالمان د خلکو ذهيتونه روښانه کړي.))

 نوموړي د پنجوايي ولسوالۍ د سړک د ويجاړولو پېښې ته په اشاره وويل، وسلوالو مخالفينو په دريو ساحو کې خلک جهاد ته هڅولي، هغوى يې وهلي او په زور يې اړ ويستي وو، چې سړک ويجاړ کړي.

 خو ده زياته کړه، چې څو ورځې وروسته پوليسو له همدغو وسلوالو مخالفينو سره جګړه وکړه، چې درې تنه يې ووژل او درې نور له سيمې وتښتېدل.

 ولسوال د پنجوايي عمومي امنيتي وضعيت ښه و ارزاوه، خو له والي څخه يې وغوښتل، د دغې ولسوالۍ په يوه حساسه سيمه کې، چې د وسله والو د تګ راتګ خوندي لاره ده او هغه يې د امنيتي ملحوظاتو له امله نوم ياد نه کړ، د ايساف، ملي اردو او پوليسو يوه ګډه قرار ګاه جوړه کړي.

 هغه وويل: ((د يوه ګډ مرکز په جوړېدو سره به د وسلوالو مخالفينو تګ راتګ وڅارل شي او زه ډاډ ورکوم، چې د ولسوالۍ ٨٠ سلنه امنيت به ورسره ښه شي.))

 د پنجوايي ولسوالۍ د شورا غړي حاجي نېک محمد بيا د دغې ولسوالۍ د ښوونې او روزنې د وضعيت په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، دا چې نوى ښوونيز کال پيلېدونکى دى، خو په دې ولسوالۍ کې لا هم ډېر ښوونځي تړلي دي.

 هغه نيوکه وکړه، چې د دغې ولسوالۍ په دريو امنو سيمو صالحان، سپېروان او مرکز کې د دريو ښوونځيو د ودانيو قراردادونه يو کال وړاندې شوي، خو د رغېدو چارې يې نه دي پيل شوي.

 نوموړي دغه راز وويل، چې فعال ښوونځي هم د کتابونو، مېز او څوکيو، مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

 دغه قومي مشر دغه راز په پنجوايي کې د ښاري چارو د پر مخ وړلو لپاره د ښاروالۍ د ودانۍ او پرسونل غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې دغه چارې دې له کندهار ښار ولسواليو ته هم وغځول شي.

 د پوهنې رييس شېر اقا ساپي وويل، په پنجوايي ولسوالۍ کې ټول ٣٦ ښوونځي شتون لري، چې ١٢ يې فعال او ٢٦ غير فعال دي، خو هغه تمه وښوده، چې په نوي تعليمي کال کې به بند ښوونځي هم پرانيستل شي.

 هغه په دې برخه کې له خلکو او نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د يوه ملي حشر په توګه د بندو ښوونځيو د بيرته پرانيستلو په چارو کې ورسره مرسته وکړي.

 د کندهار ښاروال محمد عمر عمر وويل، چې ډېر ژر به په دغه ولسوالۍ کې د ښاروالۍ ودانۍ جوړه او د ښاروال په ګډون به په کې اړوند پرسونل په دندو وګوماري.

 هغه دغه راز ژمنه وکړه، چې د پنجوايي د بازار په جوړېدو کې به ښاروالۍ ونډه اخلي، پلې لارې او سړکونه به يې پخوي.

 د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا هم د پنجوايي ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړ، چې ولايتي اداره په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې هر اړخيزو مرستو ته چمتو ده.

 خو هغه له خلکو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې د پنجوايي اوسېدونکي بايد د خپل راتلونکي او ښه ژوندانه په خاطر له حکومت سره په هره برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

 

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.