ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د ولايتي شورا رييس ووژل شو

author avatar
29 Aug 2012 - 19:14
author avatar
29 Aug 2012 - 19:14

غزني ښار (پژواک، ٨ وږى ٩١): د وسلوالو طالبان په بريد کې د غزني د ولايتي شورا رييس او ورور يې ووژل شول.

د غزني د والي وياند سباوون پژواک خبري اژانس ته وويل، د غزني د ولايتي شورا رييس قاضي صاحب شاه او ورور يې د  وسلوالو طالبانو په بريد کې، چې نن ماښام شاوخوا ٦ بجې د غزني ښار په نواباد سيمه کې ترسره شو، ووژل شول.

سرچينې زياته کړه، په دې پېښه کې د ولايتي شورا د رييس ساتونکى ټپي شوى دى.

هغه وويل، دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې قاضي صاحب شاه او ورور يې د ولايتي شورا له دفتر څخه د خپل کور خواته روان وو.

د دې پېښې يوه عيني شاهد محمدالله پژواک ته وويل: ((ما په خپله وليدل چې د ولايتي شورا رييس په سر مرمۍ خوړلې وې)).

يوه بل عيني شاهد علي رضا پژواک ته وويل، درې کسان چې پلي روان وو، د ولايتي شورا د رييس پر موټر ډزې وکړې.

دى زياتوي، چې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته راورسېدل او له وسلوالو کسانو سره يې د يو څه وخت لپاره نښته وکړه.

 وسله والو طالبان د غزني د ولايتي شورا رييس د وژنې مسووليت په غاړه اخيستى.

دوسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدپژواک خبری اژانس ته وویل، چینن ماښام شاوخوا ۶ بجې دغزني ولایتي شورا رئيس قاضي صاحب شاه په يوه برید کې له خپل يوه ساتونکی سره ووژل شو او بل ساتونکی يي ټپي شوي دي .

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.