ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو يوه سرتېري درې اسټراليايي عسکر ووژل

د ملي اردو يوه سرتېري درې اسټراليايي عسکر ووژل

author avatar
30 Aug 2012 - 08:38
د ملي اردو يوه سرتېري درې اسټراليايي عسکر ووژل
author avatar
30 Aug 2012 - 08:38

ترينکوټ-کابل (پژواک ٩ وږى ٩١): د ملي اردو يوه سرتېري په اروزګان ولايت کې درې اسټراليايي سرتېري وژلي او دوه يې ټپي کړي دي.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له ‌څرګندولو يې ډډه کوله، د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې د ترينکوټ ښار د مراباد په سيمه کې شوې ده.

سرچينې زياته کړه، چې په ياده سيمه کې د وهاب په نوم د افغان او ايساف ځواکونو په يوه ګډ پوځي مرکز کې د ملي اردو يوه سرتېري پر بهرنيو ځواکونو ډزې کړې او ګڼه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ملي اردو بريد کوونکى له سيمې په تېښته بريالى شوى دى.

دغې امنيتي سرچينې دا هم وويل، چې د ملي اردو د دغه سرتېري د بريد پر مهال وسلوالو طالبانو هم پر ياد مرکز بريد کړى و.

په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد هم پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې د ملي اردو يوه سرتېري پر بهرنيو سرتېرو ډزې کړې او مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

هغه زياته کړه، چې د ملي اردو بريد کوونکي سرتېري خپله وسله پرېيښې او په خپله تښتېدلى دى.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د افغانستان په سوېل کې يې درې سرتېري د يوه وسلوال له خوا چې د ملي اردو يونيفارم يې په ځان کې و، وژل شوي دي.

ايساف د پېښې کره ځاى او د وژل شوو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه شوى.

بلخوا د اسټراليا د دفاع وزارت اعلان کړى، چې درې سرتېري يې په اروزګان ولايت کې د افغان ملي اردو د سرتېري پر ډزو وژل شوي او دوه نور يې ټپي دي.

سرچينې زياته کړه، چې دا پېښه تېره شپه د ترينکوټ ښار په سوېل کې رامنځته شوې ده.

د اسټراليا د دفاع وزارت ويلي، چې د سرتېرو دا ډول وژنې دوى ته د منلو نه دي.

اسټراليا په افغانستان کې نږدې ١٦٠٠ سرتېري لري، چې په اروزګان ولايت کې مېشت دي او تر اوسه يې ٣٦ سرتېري وژل شوي دي.

دا لومړى ځل نه دى چې د افغان سرتېرو له خوا پر اسټراليايي ځواکونو ډزې کېږي او وژل کېږي، تېر کال په مې مياشت کې يوه سرتېري د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې يو او د کندهار په هوايي ډګر ګې هم درې اسټراليايي سرتېري وژل شوي دي.

دغه راز په يوه بله پېښه کې هم يوه افغان سرتېري درې اسټراليايي سرتېري ټپي کړي وو.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د افغان ملي ځواکونو له خوا پر بهرنيو ځواکونو د بريدونو لړۍ تُنده شوې ده، دغو بريدنو ناټو، امريکا او افغان حکومت سخت اندېښمن کړي دي.

د روان زېږديز کال له پيله راهيسې له ٣٠ په زياتو د اډول داخلي بريدونو کې شاوخوا ٤٥ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

د يادو اسټراليايي سرتېرو په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د ناټو د وژل شوو سرتېرو شمېر ٣١٧ تنو ته ورسېد.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.