ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلابېلو پېښو کې ١٢ ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په بېلابېلو پېښو کې ١٢ ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
1 Sep 2012 - 14:41
په بېلابېلو پېښو کې ١٢ ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
1 Sep 2012 - 14:41

غزني ښار، لښکرګاه ( پژواک ١١ وږى ٩١ ) : د هېواد د  بېلا بېلو سيمو په پېښو کې ١٢ ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د وږي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره روځ په ګرشک ولسوالۍ کې ديوې ترافيکي پېښې له امله يو ملکي وګړى مړ شوى او څلور ټپيان دي.

سرچينې زياته کړې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملکي وګړيو يو موټر د ايساف کاروان مخامخ روان و، او له وارخطايۍ څخه د  ايساف له يوه موټر سره وجنګېد.

ايساف وايي ،چې په دې پېښه کې يو ملکى وګړى مړ شوى، څلور ټپيان دي ،چې ټپيان د ايساف لخوا روغتون ته لېږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پېښه کې د ايساف سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د ايساف د سوېل لوېديځې حوزې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پرون د هلمندولايت په نهرسراج سيمه کې ديوې چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او په سنګين کې يو ملکي وګړى  ټپي دى.

بلخوا په غزني ښار کې نن سهار ديوې نښتې په ترڅ کې يو ملکي وګړى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون پژواک ته وويل، چې د سهار په لسو بجو ولسوالو طالبانو د ښار د موى مبارک په سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.

د هغه په وينا، د وسلوالو طالبانو مرمۍ په سيمه کې پر دوکاندارانو ولګېدې، چې له امله يې يو تن ووژل شو ، خو پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ددې ولايت د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد پژواک ته وويل چې روغتون ته يې ديوه ملکي وګړي جسد او دوه ټپيان راوړل شوي ، چې يو ټپي ماشوم دى.

وسلوالوطالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې  ده ، چې په روان کال کې د ملکي تلفاتو شمېره زياته شوې ده، د ملګرو ملتونو د راپور له مخې ،د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې شاوخوا درېيو زرو ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په راپور کې ادعا شوې، چې له يادې مرګ ژوبلې څخه يې ٨٠ سلنه د وسلوالو مخالفينو لخوا اوښتې ده، خو ددولت وسلوال  مخالفينو دا ادعا رد کړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.