ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سيمه ييز پوليسو يو قوماندان ووژل شو

د سيمه ييز پوليسو يو قوماندان ووژل شو

author avatar
5 Sep 2012 - 14:32
د سيمه ييز پوليسو يو قوماندان ووژل شو
author avatar
5 Sep 2012 - 14:32

کندوز (پژواک ١٥ وږى ٩١): د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان له خپل ساتونکي سره ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول.

د چهاردرې ولسوال زلمى فاروقي وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان احمدشاه فاروقي نن سهار شاوخوا لس بجې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

فاروقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې قوماندان احمدشاه د چهاردرې د کنجک سيمې د امنيت مسؤوليت پر غاړه درلود او خپل کلي ته پر لاره د ريموټ کنټرو ماين چاودنه پرې وشوه.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د احمدشاه يو ساتونکى هم وژل شوى، درې نور ساتونکي يې ټپيان دي، چې د درملنې لپاره په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته وړل شوي دي.

نورالله، چې په سيمه کې دوکان لري، وويل: “د دوکان په دوه سوه مترۍ کې يو سپين رينجر موټر تېرېده، يو ناڅاپه چاودنه وشوه او دود پورته شو.”

دغه دوکاندار وويل، چې د پوليسو له راتلو وروسته دى هم د پېښې سيمې ته ولاړ او ويې ليدل، چې پوليسو دوه مړي او څو ټپيان په موټر کې واچول او روغتون ته يې يوړل.

خو طالب وياند ذبيح  الله مجاهد ادعا وکړه، چې دوى په دې چاودنه کې د اربکيانو قوماندان احمدشاه له خپلو ١٢ کسانو سره وژلى دى.

سيمه ييز پوليس په خپلو سيمو کې د امنيت د ټينګښت مسؤوليت پر غاړه لري او د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ په هغو سيمو کې ګومارل کېږي، چې هلته د پوليسو حضور کم وي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.