ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ښاريان له نا امنيو په وېره کې دي

author avatar
5 Sep 2012 - 12:35
author avatar
5 Sep 2012 - 12:35

غزني ښار (پژواک ۱۵ وږى ۹۱): د غزني يو شمېر ښاريان وايي، چې په دې وروستيو ورځو کې د غزني د يو شمېر ولسواليو ترڅنګ د ښار امنيتي حالت هم خراب شوى او وسلوال کسان په رڼا ورځ په ښار کې خلک وژني.

د غزني ښار د موى مبارک سيمې يوه اوسېدونکي حبيب الرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې له تېر کوچني اختر وروسته څووم ځل دى، چې وسلوال طالبان د ښار اړوند سيمو کې پر امنيتي پوستو بريد کوي.

نوموړي زياته کړه، چې په تېره يوه اونۍ کې وسلوالو طالبانو درې ځلې د موى مبارک په سيمه کې پر پوسته بريد وکړ، چې يوه نجلۍ او يو بل ملکي کس په کې ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.

د هغه په وينا، هره شپه وسلوال طالبان په ښار کې پر امنيتي پوستو بريدونه کوي او دوى تر سهاره ويښ ناست وي.

د حبيب الرحمن په خبره، نا امني دومره ډېره شوې، چې دوى خپل ماشومان له ښوونځيو څخه راګرځولي دي.

د غزني ښار د شامير سيمې اوسېدونکي محمدالله هم په دې وروستيو کې له امنيتي حالت څخه سر ټکوي او وايي، چې اوس وسلوال طالبان ډېرى دولتي کسان د ښار په منځ کې تر هدف لاندې نيسي.

نوموړي وويل: ((د اختر په شپه يې زموږ په کوڅه کې يو د پوليسو افسر پر ډزو وواژه.))

د هغه په وينا، په ښار کې نا امنيو د خلکو په منځ کې دومره وېره اچولې، چې د لمر له ډوبېدو سره سم د غزني ښار ټول دوکانونه تړل کېږي او څوک زړه نه ښه کوي، چې بهر ووځي.

د الله نور په نوم د غزني ښار يوه بل اوسېدونکي هم وويل، چې خلک ډېر وېريږي او اوس جومات ته د شپې د نمانځه لپاره څوک نه ځي.

نوموړى، چې د غزني ښار د کلاه سبز په سيمه کې دوکان هم لري، وايي، چې تېره ورځ نږدې ١٢ بجې وسلوالو طالبانو د ولايت مقام او امنيه قوماندانۍ ته څېرمه د ولايت يو ساتونکى وواژه.

نوموړي زياته کړه: ((ما په خپله وليدل، دوه کسان وو، چې په موټرسايکل سپاره وو او په دغه پوليس يې ډزې وکړي، خو تومانچه يې بې غږه وه او هېچا يې ډز وانه وريده.))

د الله نور په خبره، وسلوالو طالبانو داسې وسله پيداکړې، چې هېڅ غږ نه لري او په اسانۍ سره خپلې موخې ته رسېږي.

خو بل پلو د غزني امنيتي چارواکي بيا د غزني د ښاريانو اندېښنه بې ځايه بولي او وايي، چې د ښار په ګډون د غزني په ډېر شمېر سيمو کې هېڅ ستونزه نشته.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د ښار په ګډون د غزني د ټولو سيمو امنيت اوس ښه شوى او خلک کولاى شي، بې له کومې وېرې او ډار څخه تګ راتګ وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((زه خلکو ته ډاډ ورکوم، چې هېڅ خبره نشته او په ارامۍ سره دې خپل ژوند وکړي.))

د ده په وينا، افغان ځواکونه تل د خلکوپه خدمت کې دي او وسلوالو طالبانو ته به اجازه ورنه کړي، چې بې ګناه کسان ووژني او يا يې هم وځوروي.

امنيه قوماندان وايي، چې طالبان يواځې څو مرمۍ له لرې ځايه په ښار وتوغوي، خو خپله بيا له سيمې څخه تښتي او يواځې وېره خپروي.

د ده په خبره، په وروستيو کې وسلوال طالبان کمزوري شوي او اوس يې يواځې د ملکي کسانو په ځورولو پيل کړى دى.

د غزني امنيه قوماندان په داسې حال کې د ښار د خوندي امنيت خبره کوي، چې په پرله پسې ډول له غزني ښار څخه د نا امنيو راپورونه راځي، تېره ورځ د ولايت يو ساتونکى ووژل شو، څو ورځې مخکې د غزني د ولايتي شورا رييس ووژل شو او پر پوستو هم بريدونه ترسره کېږي.

د يادونې ده، چې په وروستيو کې څو ځلې پر غزني ښار د وسلوالو طالبانو له لوري بريدونه وشول او څو پوليس د ښار په منځ کې ووژل شول او طالبانو هم د ټولو بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.