ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوګياڼو يو قومي مشر د خپلسري لاريون له امله ونيول شو

د خوګياڼو يو قومي مشر د خپلسري لاريون له امله ونيول شو

author avatar
5 Sep 2012 - 11:03
د خوګياڼو يو قومي مشر د خپلسري لاريون له امله ونيول شو
author avatar
5 Sep 2012 - 11:03

جلال اباد (پژواک،١٥وږى ٩١): چارواکي وايي، چې د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ يو قومي مشر او ورسره اووه تنه له دې امله ونيول شول، چې په جلال اباد ښار کې يې خپلسرى لاريون کاوه.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي د وږي په ١٥ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ تر غرمې وړاندې د ملک عمر په نوم د خوګياڼو يوه قومي مشر له څو تنو سره له ننګرهار والي سره وليدل.

د هغه په وينا، دوى د هغو ١١ تنو د خوشې کېدو غوښتنه کوله، چې څو ورځې مخکې په ګډو عملياتو کې له خوګياڼو ولسوالۍ څخه دانسان تښتونې او ورانکاريو په تور نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه،چې والي ګل اغا شيرزي دغه قومي مشر ته ډاډ ورکړ، چې که نيول شوي خلک بې ګناه وي له پوښتنو ګروېږنو وروسته به پرېښودل شي.

د والي وياند وويل: (( نوموړي قومي مشر تر غرمې وروسته د شاهي ماڼۍ پر وړاندې د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې په خپل سر لاريون پيل کړ او ورسره راغلو پلويانو يې د خلکو دوکانونه او موټر په کاڼو ويشتل.))

د ده په خبره،دغه مهال ملي امنيت او پوليسو اووه تنه لاريون کوونکي ونيول او ملک عمر د تېښتې پرمهال د سره رود ولسوالۍ د نغرک په تالاشۍ کې د ملي امنيت له لوري ونيول شو.

عبدالزي وويل،هېچا ته به اجازه ورنه کړي،چې د عامه خلکو شتمنيو ته زيان ورسوي او يا قانون په خپل لاس کې واخلي.

د جلال اباد ښار د تلاشۍ څلور لاري يو تن دوکاندار پژواک اژانس ته وويل ،چې پرون مازيګر له قصر څخه يوه ډله خلک ووتل او پر موټرو او دوکانونو يې د کاڼو ورول پيل کړل.

د هغه په وينا، دوى ژر دوکانونه بندل کړل، خو پوليس ياد کسان ونيول او له سيمې څخه يې ولېږدول.

ملک عمر د خوګياڼو ولسوالۍ د کږې اوسېدونکى دى، چې يوه اوونۍ مخکې يې کورنيو او بهرنيو ځواکونو د دوو زامنو په ګډون د هغې کور له مخې څخه ١٢ تنه د انسان تښتونې، خلکو ځورونې او نا امنۍ اچونې په تور نيولي وو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.