ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي اردو ته د تېلو په پېرلو کې ٤٧٠ ميليون ډالره فساد شوى

ملي اردو ته د تېلو په پېرلو کې ٤٧٠ ميليون ډالره فساد شوى

author avatar
10 Sep 2012 - 13:34
ملي اردو ته د تېلو په پېرلو کې ٤٧٠ ميليون ډالره فساد شوى
author avatar
10 Sep 2012 - 13:34

کابل (پژواک ٢٠ وږى ٩١): په افغانستان کې د امريکا د پروژو د تفتيش ادارې وېره څرګنده کړې، چې د افغان ملي اردو لپاره د تېلو په پېرلو کې څه د پاسه د٤٧٠ ميليونو ډالرو فساد شوى دى. امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز په خپل تازه راپور ليکلي، چې د امريکا د پروژو د څارنې يا تفتيش ځانګړې ادارې په دې اړه يو راپور جوړ کړى، چې نن (دوشنبې) په امريکا کې خپريږي. سرچينې زياته کړې، چې په افغانستان کې د ملي ځواکونو د روزنې او نورو نظامي پروژو اړوند امريکايي او ناټو چارواکو د امريکا مفتشينو ته ويلي، چې د تېرو څلورو کلونو پر مهال د افغان ملي اردو ځواکونو لپاره د تېلو د پېرلو ټول اسناد له منځه وړل شوي دي. د نيويارک ټايمز د راپور له مخې، امريکايي مفتشينو وېره څرګنده کړه، چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغان ملي اردو ځواکونو لپاره د تېلو په پېرلو کې څه باندې د ٤٧٠ ميليونه ډالرو فساد شوى دى. د امريکايي مفتشينو په ياد راپور کې راغلي، چې امريکايي او ناټو ځواکونو د افغان ملي ځواکونو د تېلو د اړتياوو د حد په ټاکلو کې هم پاتې راغلي.

دا په داسې حال کې چې ټاکل شوې، څلور مياشتې وروسته دغه چارې افغان حکومت ته وسپارل شي. نيويارک ټايمز ليکلي، چې ياد معلوما

ت د امريکا د لوى مفتش جان سوپکو په هغه څېړنيز راپور کې راغلي چې ټاکل شوې نن خپور شي. د امريکا ياده اداره د افغانستان د بيارغونې په برخه ک

ې له امريکايي پروژو څارنه کوي، چې ميلياردونه ډالر پرې لګول کېږي. تر ٢٠١٤ زېږديز کال پورې هر کال د افغان ملي اردو لپاره

شاوخوا ٥٥٠ ميليونه ډالر تخمين شوي، خو د امريکا د تفتيش ادارې په راپور کې وېره څرګنده شوې، چې

په دغو پيسو کې به فساد رامنځته شي او وړانديز يې کړى چې دغه لګښت دې د کال پر سر ٣٥٠ ميليونه ډالرو ته راټيټ کړى شي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد لګښت دې تر هغه پورې کم وساتل شي، څو پورې چې د دغو پيسو د سم لګښت لپاره يو مېکانېزم جوړ نه شي او د راتلونکو کلونو د لګښت لپاره سم تخمين ونه شي. د امريکا لوى مفتش په خپل راپور کې ليکلي، چې د دفاع وزير ليون پنيټا او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان ته يې په استولو ليکونو کې ويلي، چې د هغو اسنادو په اړه يې پلټنې پيل کړې، چې د ٢٠٠٦ او ٢٠١١ کلونو ترمنځ موده کې له منځه وړل شوي دي. جان سوپکو ويلي، چې په افغانستان کې امريکايي چارواکي د تېر يوه کال د اسنادو په وړاندې کولو کې هم پاتې راغلي دي. نيويارک ټايمز په افغانستان کې د امريکا او ناټو چارواکو له خولې ليکلي، چې هغوى د لوى مفتش ياد راپور نه دى رد کړى او په دې برخه کې يې له هغه سره د مرستې ژمنه کړې ده.

 

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.