ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد له ختيځه د يو ميليارد افغانيو په ارزښت قيمتي ډبرې قاچاق شوې

د هېواد له ختيځه د يو ميليارد افغانيو په ارزښت قيمتي ډبرې قاچاق شوې

author avatar
12 Sep 2012 - 16:21
د هېواد له ختيځه د يو ميليارد افغانيو په ارزښت قيمتي ډبرې قاچاق شوې
author avatar
12 Sep 2012 - 16:21

جلال اباد (پژواک ٢٢ وږى ٩١): په ختيځو ولايتونو کې د قيمتي ډبرو د سوداګرو ټولنه وايي، چې د دې سيمې د دولتي چارواکو د نه پاملرنې له امله په يوه کال کې پاکستان ته د يو ميليارد افغانيو په ارزښت قيمتي ډبره قاچاق شوې ده.
د ١٣٨٨ لمريز کال د لړم په ٢٣مه په جلال اباد ښار کې د ختيځو ولايتونو د قيمتي ډبرو د سوداګرو د ستونزو هوارولو په موخه د دغو ډبرو د خرڅلاو مارکېټ پرانيستل شو.
په دې اړه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډه کې د کونړ او نورستان واليانو د کانونو وزارت مرستيال، د ننګرهار او لغمان ولايتونو يو شمېر چارواکو او ملي سوداګرو برخه اخيستې وه.
خو اوس په ختيځه سيمه کې د قيمتي ډبرو سوداګر او ټولنه يې وايي، چې د دولتي چارواکو د نه پاملرنې نه له امله ياد مارکېټ په ټپه درېدلى او د شاوخوا يو ميليارد افغانيو په ارزښت قيمتي ډبرې په قاچاقي ډول پاکستان ته صادرې شوې دي.
د دې ټولنې مشر حاجي عبدالغفور شفق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې درې کاله وړاندې يې د ختيځو ولايتونو د واليانو په ګډون د سوداګرۍ وزارت په حکم رسماً خپله ټولنه او د قيمتي ډبرو مارکيټ پرانيست.
نوموړى زياتوي، چې هغه مهال يې د کانو له وزارت سره پرېکړه کړې وه، چې هر سوداګر به د قيمتي ډبرو پنځلس سلنه د دولت بوديجې ته د ټکس په بڼه سپاري.
حاجي عبدالغفور وايي، چې د ختيځو ولايتونو په نږدې پنځه سوه کانونو کې يې د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې کيندنې پيل او نړيوالو مارکېټونو ته يې ترې د قيمتي ډبرو لېږدېدنه هم پيل کړه.
نوموړي زياته کړه، چې د کونړ د پېج درې د بيروجو په کان کې د پنځه سوه ميليونه افغانيو په ارزښت قيمتي ډبرې را ووتې چې د دغه ولايت د والي او ولايتي ادارې د نه مرستې له امله د دې پر ځاى چې د جلال اباد مارکېټ ته را ولېږدول شي، د پېښور ښار شينوارو او د پېښور د نمک منډي مارکېټونو ته قاچاق شوې.
عبدالغفور وويل، کله چې له خپلو ملګرو سره يو ځاى کونړ والي ته ورغى، هغه ترې غوښتنه وکړه، چې له کونړه د راوتلو کاڼو ټکس بايد په کونړ کې تحويل شي او د کانو رياست نماينده ګۍ دې هم فعاله شي.
نوموړي زياته کړه: ((لغمان والي هم ورته خبره وکړه او د يو دولتي پلاوي غوښتنه يې کوله، چې د کاڼې جنس او قيمت په همدغه ولايت کې معلوم کړي.))
شفق وايي، چې د نورستان، کونړ او لغمان واليانو ورسره هېڅ همکاري ونه کړه، تر دې چې له دوى څخه يې غوښتنه کوله، چې د مال لېږدولو اجازه دې د سيمه ييزو ارګانونو له ادارې ترلاسه کړي.
د کاڼو د سوداګرو د ټولنې دغه مشر وويل، چې د واليانو نه همکاري د کونړ او نورستان له غرونو پېښور ته قاچاق د دې لامل شو، چې د دوى مارکېټ په ټپه ودرېږي او دولت ته د ټکس له لارې نږدې دوه نيم سوه ميليونه افغانى زيان واوړي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې واليان دليل راوړي سوداګر ناقانونه غير فني کېندنې کوي او دولت ته هغه مال کم ښيي چې دوى يې سوداګري کوي؟ وويل، د نورستان او کونړ په کانونو کې ډېر خلک سره د کار شريکان وو، دا شونې نه ده، چې څوک دې کاڼې پټ کړي.
شفق زياته کړه، چې کاڼي د شريکانو له لوري مهر لاک کېږي او ټول پرې امضا ګانې کوي.
نوموړي وويل، چې له درې لسيزو راهيسې د کانونو کارکوونکي د مال ايستلو او ترلاسه کولو بشپړ مسلکي مهارت لري.
د سوداګرو د ټولنې دغه مسوول وويل، چې د دغه کار پايله دا شوه، چې په ١٣٩٠ کال کې له کونړ او نورستانه د يو مليارد افغانيو په ارزښت قيمتي ډبرې پاکستان ته له دولتي ټکس پرته په قاچاقي توګه ولاړې شي.
عبدالغفور شفق وويل، چې د ختيځو ولايتونو په کانونو کې د ياقوت، زمرود، سپينل، تورمالين، بيروج، سلکېټ، کونزايډ، لاجورد او پګماتيتي قيمتي کاڼي له کانونو څخه په سره، شين، اسماني، تور او آبي رنګونو کې ترلاسه کېږي.
شفق غوښتنه وکړه، چې که واليان ورسره مرسته وکړي او د معادنو وزارت د سوداګرو لپاره دولتي ټکس راټيټ کړي، ښايي دولت ته هر کال په ملياردونو افغانۍ ګټه ورسېږي او نړيوال مارکېټونه په افغاني قيمتي کاڼو ښکلي شي.
د قيمتي ډبرو د سوداګرو د ټولنې مرستيال ډاکټر مخلص احمد پژواک ته وويل، چې د دې ټولنې له فعالېدو سره سم پاکستاني مارکېټونه په ټپه ودرېدل او د هماغه سوداګر يې جلال اباد ښار ته را جذب کړي وو.
خو هغه زياتوي، چې د يوې سالمې دولتي پاليسۍ د نشتوالي له امله پاکستان وتوانېد، چې نه يواځې خپل مارکېټونه په پښو ودروي، د جلال اباد مارکېټ ته يې هم سقوط ورکړ.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د سوداګرو د يادو شکايتونو په اړه پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه پورې قيمتي ګاڼې په نا قانونه ډول ايستل کېدل؛ خو اوس په دغه ولايت کې د معادن امريت له لوري محصول کېږي او هېڅوک نه شي کولى، چې په ناقانونه توګه يې استخراج کړي او يا ولېږدوي.
والي ومنله، چې پخوا يوه شرکت قيمتي ډبرې جلال اباد ته لېږدولې؛ خو اوس يې ټوله پروسه په اسعداباد کې ترسره کېږي.
د نورستان د والي وياند محمدزرين پژواک اژانس ته وويل، چې والي تميم نورستاني د دندې له لومړۍ ورځې د کاڼو او لرګيو قاچاق بند کړى دى.
هغه زياته کړه، چې سوداګر بايد د کانونو وزارت سوداګريز مکتوب ولري او د سيمه ييزو ارګانونو اداره دې رسماً دوى ته د لېږدولو امر ورکړي.
د لغمان والي محمداقبال عزيزي په کلکه رد کړه، چې ګوندې ده او ادارې دې له سوداګرو غوښتي وي، چې خپل مال دې په لغمان کې محصول کړي.
عزيزي زياته کړه، چې د نورستان قيمتي کاڼي په نا مسلکي بڼه ايستل کېږي او په نا منظمو لارو وړل کېږي.
والي وويل، چې د کانونو وزارت په لغمان کې نماينده ګي نه لري، هغوى دې د ډبرې پېژندنې مسلکي کسان ورته را ولېږي.
نوموړي زياته کړه: ((هغه مال چې له نورستانه وړل کېږي، سوداګر يې د دولتي ټکس لپاره ټول دولت ته نه ښيي.))
عزيزي غوښتنه وکړه، چې د قيمتي ډبرو د عواېدو لپاره دې د کانونو وزارت شفاف سيسټم جوړ کړي.
د کانونو وزارت وياند جواد عمر پژواک اژانس ته ومنله، چې اوس هم په کانونو کې په غير فني او قانوني دواړو ډولونو کيندنې کېږي، خو زياتوي چې دولت غواړي د دغو دولتي او ملي شتمنيو ټولې چارې رسمي شي.
نوموړي زياته کړه: ((څوک چې رسمي جواز لري، موږ يې د کار کلکه څارنه کوو.))
د وزارت وياند وويل، پخوا چې د نورستان او کونړ له کانونو څخه شرکتونو کيندنې او لېږدونې کولې، دې وروسته به هغوى د وزارت او رياست د جواز له لارې رسمي فعاليت کوي.
جواد عمر وويل، چې دوى په ډېرو ولايتونو کې خپلو رياستونو ته ودانۍ جوړې کړې او هڅه کوي، چې په ټولو ولايتونو کې د مسلکي خلکو په ګومارنې خپلې ادارې فعالې کړي.
هغه زياته کړه، چې د قاچاق د مخنيوي په موخه امنيتي ارګانونه مکلف دي، چې د ناقانونه کاڼو د لېږدونې مخه ونيسي.
د يادونې ده چې د ختيځو ولايتونو د قيمتي ډبرو په ټولنه کې نږدې درې سوه سوداګرو غړيټوب درلود.

Visits: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.