ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځه زره ښوونکو ته روزنه ورکول کېږي

پنځه زره ښوونکو ته روزنه ورکول کېږي

author avatar
13 Sep 2012 - 11:51
پنځه زره ښوونکو ته روزنه ورکول کېږي
author avatar
13 Sep 2012 - 11:51

جلال اباد (پژواک ٢٣ وږى ٩١): د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، چې د نوي ښوونيز نصاب لپاره يې د دغه ولايت د ساينسي مضامينو د پنځه زره ښوونکو د روزنې لړۍ پيل کړې ده.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري د وږي په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې نوي نصاب ته د ښوونکو د چمتوالي روزنيزه لړۍ يې نن د بلجيم هېواد په مرسته پيل کړه.
د هغه په وينا، په لومړي ګام کې يې د بهسودو، ښېوې او دره نور ولسواليو دغه پروسه پيل کړه، چې د ٢٠ ورځو لپاره به د ١٥ ښځينه ښوونکو په ګډون ٦٦ ښوونکي وروزي.
نوموړي زياته کړه، چې په نوي ښوونيز نصاب کې د ساينسي مضامينو او رياضي په برخه کې يو لړ بدلونونه راغلي، چې ښوونکي يې روزلو ته اړتيا لري.
شينواري وويل، چې دغه لړۍ به ډېر ژر ټولو ولسواليو ته وغځوي او په ترڅ کې به يې پنځه زره ښوونکي وروزي.
ده زياته کړه: ((د روزنې په پاى کې به ښوونکو ته د تدريس لارښود او يو شمېر نور درسي مواد هم ورکړو.))
د بهسودو ولسوالۍ د محمدي صاحبزاده لېسې د رياضي ښوونکي حبيب الله زاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د پخواني ښوونيز نصاب د زده کوونکو په کتاب کې به د ښوونکو لپاره لارښوونې ليکل شوې وې، چې د نوي نصاب کتابونه يې نه لري.
د ده په خبره، د نوي نصاب د تدريس لپاره د رياضي او ساينس ښوونکي اړ دي، چې د هغه ځانګړي لارښود زده کړه وکړي، چې په بېله بڼه چاپ شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې نوى ښوونيز نصاب په لوړه کچه جوړ شوى او د ده په نظر ډېر ښه نصاب دى.
د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکو دوه اونۍ وړاندې پژواک اژانس ته ويلي وو، چې ټولو ولسواليو ته يې د نوي ښوونيز نصاب کتابونه رسولي او په روان تدريسي کال کې د کتابونو د کمښت ستونزه نه لري.
د يادونې ده، چې د ننګرهار په مرکز او ٢٢ ولسواليو کې نږدې ٧٠٠ ښوونځي شته، چې سږ کال به يې د زده کوونکو شمېر ٩٠٠ زرو ته لوړ شي.

Visits: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.