ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزي په کابل کې ځانمرګى برید وغانده

حامد کرزي په کابل کې ځانمرګى برید وغانده

author avatar
18 Sep 2012 - 18:31
حامد کرزي په کابل کې ځانمرګى برید وغانده
author avatar
18 Sep 2012 - 18:31

  کابل) پژواک ٢٨ وږى ٩١): ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د نن سهار ځانمرګی برید په کلکه وغانده.

د ولسمشر د وياندوى له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې بريد کې د درېیو ملکي وګړیو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول، چې په هغه کې اته تنه د جنوبي افریقا او یو هم د قرغزستان تبعه دی.

سرچينه ليکي ، چې په دې بريد کې  یوولس نور ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي .

په خبرپاڼه کې راغلي: (( د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د آرامۍ او سوکالۍ د دښمنانو لخوا دغه ناځونمردانه تروریستي برید په کلکه وغانده او ترسره کوونکي یې د بشریت دښمنان او د انسانانو د وینو تږي وبلل.))

  حامد کرزی د وژل شویو کسانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته يې د لوی خدای ( ج )  له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کړې ده .

  د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د دولت وسلوال مخالف حزب اسلامي ددې ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

ددې ګوند وياند انجنير هارون زرغون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ځانمرګى بريد د فاطمې په نامه يوې ٢٢ کلنې  پېغلې، په امريکا کې د اسلام پر ضد د خپور شوي فلم په غبرګون کې کړى دى.

ده وويل ، چې دغه  پېغله د کابل اوسېدونکې وه  او په خپل موټر کې يې  تر ٢٠٠ کيلو ګرامو پورې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي و.

زرغون ادعا وکړه، چې په دې   بريد کې د امريکا د سفارت ١٤ کارکوونکي وژل شوي دي .

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.