غزني ښار، کابل (پژواک ۲۸ وږی ۹۱ ) د غزني او ميدان وردګو ولايت په بېلابېيلو امنيتي پېښو کې ٢٦ وسلوالو طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان فيضان الله فيضان وايي، چې تېره ورځ ناوخته د ولسوالۍ د ميرياڼوپه سيمه کې د پاڅون کوونکو او وسلوالو طالبانو تر منځ جګړه رامنځته شوه.
د نوموړي په وينا، جګړه وروسته له هغه رامنځته شوه، چې په ياده سيمه کې وسلوالو طالبانو د پاڅون کوونکو پر سنګرونو بريدونه وکړل.
فيضان وايي، چې په دې جګړه کې اته وسلوال طالبان ووژل شول، درې يې ټپيان دي، چې د ځينو جسدونه يې هم په سيمه کې پاتې دي.
نوموړي د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل .
خو بل پلو وسلوال طالبان بيا ادعا کوي، چې په دې نښته کې يې شپږ اربکيان وژلي او ۴ نور يې ټپيان کړي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي ، چې له دې نښتې وروسته د بهرنيانو په هوايي بريد کې يو طالب وژل شوى او دوه ټپيان دي.
د يوه بل خبر له مخې، د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې دتندر په نامه په پيل شويو عملياتو کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد پژواک اژانس ته وويل ، چې ياد طالب وسلوال تېر ماښام د نرخ ولسوالۍ اړوند د چغرې په سيمه کې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه ، چې دغه راز په دغو عملياتو کې، چې د ملي اردو او پوليسو لخوا تر سره شوي درې نور وسلوال طالبان ټپيان شوي هم دي .
په ياد ولايت کې د ملي اردو دشپږم کنډک قوماندان ډکرمن داوود وويل ، چې ملي اردو او پوليسو دنرخ په چغرې سيمه کې د تندر دعملياتو په دوام پرون مازيګر پنځه بجې عمليات پيل کړل .
دده په خبره ،چې دغو عملياتو دوه ساعته دوام وکړ، چې له امله يې دوه وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د قوماندان داوود په وينا، چې په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو او عامو وګړيو ته هيڅ زيان نه دى رسېدلى .
وسلوالو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يادونې ده ، چې د وږي په ٢٦مه هم د نرخ ولسوالۍ په اندړو او بادم سيمو کې د تندر عملياتو په ترڅ کې ددوو پاکستانيانو په ګډون اته وسلوال وژل شوي و او پنځه نور ټپيان و ، خو وسلوالو طالبانو ددولت دغه خبره رد کړې وه .
دا په داسې حال کې ده ، چې له تېرې اونۍ راهيسې د ميدان وردګو په جلريز ، ميدان ښار ، نرخ ، سيداباد او چک ولسواليو کې په وقفه يي ډول د امنيتي ځواکونو لخوا د تندر په نامه عمليات پيل شوي ، چې په کې په بېلابېلو سيمو کې وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړل شوى دى .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن