ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو شمېر سناتورانو په امنيت شورا کې پر افغانستان د پاکستاني بريدونو مطرح کول وستايل

يو شمېر سناتورانو په امنيت شورا کې پر افغانستان د پاکستاني بريدونو مطرح کول وستايل

author avatar
23 Sep 2012 - 17:10
يو شمېر سناتورانو په امنيت شورا کې پر افغانستان د پاکستاني بريدونو مطرح کول وستايل
author avatar
23 Sep 2012 - 17:10

کابل (پژواک،٢ تله ٩١): د مشرانو  جرګې يو شمېر غړيو د افغانستان د حکومت لخوا د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې پر افغانستان د پاکستاني بريدونو مطرح کول وستايل .

د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول درې ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته خبردارى ورکړ ،چې د پاکستان له سرحدي سيمو د افغانستان پر خاورې توغنديز بريدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې له ګواښ سره مخ کړې دي.

 زلمي رسول وويل:” موږ په خپله غوښتنه بيا بيا ټينګار کوو ، چې  دا عمل دې ډېر ژر او په پوره توګه ودرېږي. “

 دغه راز زلمي رسول خبردارى ورکړ، چې که پاکستان دغه بريدونه بند نه کړي، نو د افغانستان او پاکستان اړيکې به خرابې شي او په دې صورت کې به هغه هڅې، چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو د امنيت، بيارغونې او اقتصاد لپاره روانې دي، نه جبرانېدونکى زيان وويني.

له شاوخوا يو نيم کال  راهيسې دپاکستان له خاورې د افغانستان پر ځينو سرحدي سيمو په وقفه يي ډول توغندويي بريدونه کيږي ،چې له امله  يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او خلک يې د سيمې پرېښودو ته اړ کړي دي .

د مشرانو جرګې غړې نجيبې حسيني نن ددې جرګې په عمومې غونډه کې د حکومت دغه اقدام وستايه او ويې ويل ،  ملګرو ملتونو ته په کار ده، چې اوس د نړيوالوکړنلارو له مخې پر افغانستان د پاکستان د بريدونو د مخنيوي لپاره خپل دريځ په ډاګه کړي.

ددې په وينا، د ډېرې خواشيني ځاى دى چې په افغانستان کې  د ٤٠ هېوادونو د  سرتېرو د شتون  او د نړۍ له يو شمير هېوادونو سره د ستراتيژيکو تړونونو  سره سره  نړيوال  ددې بريدونو پروړاندې چوپه خوله دي.

د مشرانو جرګې بلې غړې ليلما احمدي وويل چې خلک او د ملي شورا غړي د حکومت د همدې اقدام په تمه وو.

دې هيله څرګنده کړه ، چې  ملګرو ملتونو ته د پاکستان د راکټي بريدونو وړاندې کول سمبوليکه بڼه ونه لري او په راتلونکي کې تعقيب شي.

عبدالوهاب عرفان بيا له ملي شورا غوښتنه وکړه چې د يوه پرېکړه ليک په صادرولو د افغانستان له دې اقدام څخه ملاتړ څرګند کړي.

دغه راز هغه زياته کړه ،چې ملي شورا بايد  د ملګرو ملتونو له امنيت شورا وغواړي چې د پاکستان د راکټي بريدونو موضوع په رسمي توګه په خپله اجنډا کې ونيسي او د پرېکړه ليک په صادرولو سره دغه بريدونه وغندي.

عرفان همداراز له ملي دفاع وزارت څخه وغوښتل چې د پاکستان د راکټي بريدونو په اړه د ولسمشر هدايت واخلي  او د بريدونو د دوام په صورت کې پاکستان ته  مناسب ځواب ورکړي.         

د جرګې د  بل غړي محمد امين اعظمي په اند، ترڅو چې د نړيوالې ټولنې فشار نه وي، پاکستان له راکټي بريدونو لاس نه اخلي.

ده وويل چې د افغانستان حکومت او ملي شورا بايد پر نړيواله  ټولنه فشار راوړي ، ترڅو له افغانستان سره  کړې ژمنې عملي کړي.

د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو په تړون کې متحدو ايالتونو ټينګار کړى، چې پر افغانستان د هر ډول تېري د رامنځته کېدو په صورت کې به دواړه لوري په عاجل ډول يو له بل سره په مشوره کې د سياسي، ډپلوماتيکو، اقتصادي او نظامي اقداماتو په شمول، د دواړو لوريو په توافق او د دواړو هېوادونو د اساسي قوانينو د احکامو مطابق پېښې ته مناسب ځواب طرحه او تطبيق کړي.

 د جرګې بل غړي رفيع الله حيدري وويل چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړي هېوادونه په افغانستان کې شتون لري، خو په دې بريدونو يې سترګې پټې کړې دي.

هغه وايي چې نور د يادو بريدونو په اړه د  ملګرو ملتونو غبرګون ته تمه لرل، د وخت ضايع کول دي.

 حيدي زياته کړه:” که موږ دنيا ساتلى، که موږ دغو خلکو ساتلى نو تراوسه به دوى دا حقيقتونه هم ويلي واى ،چې دلته ظلم دى ناروا ده، او دا مرمۍ له  پاکستان څخه راځي. “

دى وايي له پاکستان سره ديپلوماتيکې هڅې ناکامې شوې دي او د بهرنيو چارو وزير هم ويلي، چې ملي پرېکړې ته اړتيا ده، نو پکار ده چې د ملي پرېکړې لپاره حکومت لويه جرګه راوغواړي.

 حيدري زياته کړه:”ښه خبره داده چې دولت نور دغه سست ګامونه چې اخيستي، خلک ترې ناراضه دي، بايد جدي او کوټلي ګامونه واخلي، ترڅو د خلکو مشکلاتو ته رسيدګي وکړي.”

خو د مشرانو جرګې غړي نورمحمد کفيل بيا د بهرنيو چارو پر وزير له دې امله نيوکه وکړه چې دده په وينا د پاکستان د راکټي بريدونو موضوع يې په ټينګه د امنيت شورا ته وړاندې نه کړه.

کفيل په امنيت شورا کې د بهرنيو چارو وزير څرګندونې يادوي او وايي :”  جالبه خو داده چې زموږ د بهرنيو چارو وزير وايي چې که وشي موږ بيا هم له پاکستان سره خبرې کوو، له يوې خوا وړانديز کوې او له بلې خوا خپل وړانديز بېرته ردوې، نو دا څه ډول وړانديز  وو.”

دده په وينا،  پکار ده په ټينګه سره د پاکستان د راکټي بريدونو موضوع د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې شي او له هغوى دې وغوښتل شي چې دغه موضوع په خپله اجنډا کې شامله کړي ترڅو پرې بحث وکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.