ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښـته

په زابل کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښـته

author avatar
23 Sep 2012 - 18:54
په زابل کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښـته
author avatar
23 Sep 2012 - 18:54

کلات (پژواک ٢تله ٩١):ځايي چارواکي  وايي ، چې د زابل په شاجوى ولسوالۍ کې د چاودنې له امله يو ملکى وګړى وژل شوى او د محلي پوليسو قوماندان او درې ملکي وګړي ټپيان دي.

دا څرګندونې د زابل د شاه جوى ولسوال محمد صديق  پژواک خبري  اژانس ته وکړې .

ده  وويل، چې چاودنه  نن مازيګر شاوخوا پنځه بجې د شاجوى په بازار کې په يوه موټر سايکل کې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونکو توکيو له امله رامنځته شوه.

هغه زياته کړه ، چې د شاه جوى د محلي پوليسو قوماندان  جمال خان برسېرن ټپي شوى او د چاودنې له ځاى څخه د ولسوالى تر ودانۍ په خپلو پښو تللى دى .

خو دى وايي، چې پاتې نور ټپيان روغتون ته لېږدول شوي ، چې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى .

د حکمت الله په نوم يو  عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې  په چاودنه کې  د جمال خان په ګډون څلورتنه ټپيان شوي،  چې ديوه تن ټپونه سخت وو.

ددې چاودنې مسووليت تردېدمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.