ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزي د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره وکتل

ولسمشر کرزي د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره وکتل

author avatar
26 Sep 2012 - 10:30
ولسمشر کرزي د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره وکتل
author avatar
26 Sep 2012 - 10:30

کابل (پژواک ٥ تله ٩١): ولسمشر کرزي د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په کتنه کې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د دغه سازمان ماموريت مهم وباله او ويې ويل، چې په دې اړه بايد دواړه خواوې ګډ تفاهم ته ورسيږي.
د ولسمشر د وياندوى له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ له غرمې وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان له سرمنشي بانکي مون سره د دغه سازمان په مقر کې وکتل.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې له نړيوالو ځواکونو افغان لوري ته د مسووليتونو د لېږد د پروسې، راتلونکو ټاکنو، د سولې د بهير او له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د ماموريت د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
سرچينه ليکي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي افغان ځواکونو ته د مسووليتونو لېږد ته په اشارې وويل، چې افغانستان د لېږد د پروسې له مهم پړاو نه د تېرېدو په حال کې دی.
ټاکل شوې چې د راتلونکي کال تر نيمايي د مسووليتونو د لېږد پروسه بشپړه او د ٢٠١٤ کال تر پايه د بهرنيانو جګړه ييز ځواک له افغانستانه ووځي.
دغه راز بانکي مون له ولسمشر کرزي سره په ليدنه کې هيله څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې به د صلاح الدين رباني تر مشرۍ لاندې د سولې د عالي شورا هڅې بريالۍ شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې چې د سولې د عالي شورا رييس صلاح الدين رباني هم ګډون کړی و، د ملګرو ملتونو له سرمنشي نه يې وغوښتل، چې په افغانستان کې د سولې او د مذاکراتو د برياليتوب لپاره بايد د طالبانو د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو د سازمان له تور لېست نه و ايستل شي.
ولسمشر کرزي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د دغه سازمان د تعزيراتو له کمېټې غوښتي، چې له وسلوالو مخالفينو سره دې د نېغو خبرو د زمينې برابرولو لپاره له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو د لرې کولو په برخه کې په فعالانه ډول هڅې ترسره کړي.
د ولسمشر د وياندوى دفتر ليکي، چې حامد کرزي په نيويارک ښار کې په خپل استوګنځي کې د پاکستان د ملي عوامي ګوند له مشر اسفنديار ولي خان سره هم کتلي او د افغانستان، پاکستان او سيمې په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.