ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست چارواکو د سولې کاروان په نوم ځاځي ميدان ولسوالۍ ته سفر وکړ

د خوست چارواکو د سولې کاروان په نوم ځاځي ميدان ولسوالۍ ته سفر وکړ

author avatar
29 Sep 2012 - 14:45
د خوست چارواکو د سولې کاروان په نوم ځاځي ميدان ولسوالۍ ته سفر وکړ
author avatar
29 Sep 2012 - 14:45

خوست ښار (پژواک ٨ تله ٩١): د خوست دولتي چارواکو او قومي مشرانو د دغه ولايت له مرکز څه څخه تر ځاځي ميدان ولسوالۍ پورې د سولې کاروان په نوم سفر ترسره کړ.

دغه سفر تېره ورځ ناوخته د خوست د والي له کور څخه تر ځاځي ميدان ولسوالۍ پورې، چې د پاکستان له کورمې ايجنسۍ سره پوله لري، په داسې حال کې ترسره شو، چې د خوست پر والي سربېره د دغه ولايت د ټولو ملکي او پوځي ادارو مشرانو، مامورينو، د مدني ټولنې فعالانو، قومي مشرانو، خبريالانو او ګڼ شمېر ځوانانو په کې ګډون درلود.

ځاځي ميدان له خوست ښار څخه ۵۵ کيلومتره لرې پرته او سرحدي ولسوالۍ ده، چې ترمنځ يې د صبريو او باک نا امنه ولسوالۍ موقعيت لري.

که څه هم ځاځي ميدان د سوېل ختيځ زون په کچه يوه ارامه او خلک يې په ټوليز ډول له دولت سره جوړ دي، خو د باک او صبريو له نا ارمو ولسواليو څخه د دومره لوی کاروان تېرېدل په تېرو لسو کلونو کې بې بېلګې بلل کېږي.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د دغه سفر په اړه  پژواک اژانس ته وويل، چې له ياد سفر څخه يې موخه د يادې سرحدي سيمې خلکو ته د سولې پيغام رسول و.

د هغه په وينا، د يادو سيمو خلک په تېرو څو لسيزو کې تر ټولو زيات د جنګ جګړو قرباني شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې که په دغې سرحدي سيمه کې امن راشي او ثبات ټينګ شي، نو نه يواځې په سرحدي ولايتونو کې، بلکې د ټول افغانستان پر حالاتو ښه اغېز کولی شي.

د خوست والي خوښي وښوده، چې دغه سفر يې ډېر بريالى او په دې سره يې  ډېری هغه خلکو ته د سولې پيغام ورساوه، چې اوس هم د بېلابېلو لاملونو له امله په جګړه کې ښکېل دي.

ده ژمنه وکړه، چې دا ډول د سولې او يووالي تر نوم لاندې سفرونه به د خوست نورو ولسواليو ته هم وکړي، څو خلک د سولې له نعمت څخه برخمن شي.

د خوست والي دغه راز وويل: ((د دغه سفر يو بل هدف دا و، چې د خوست خلکو ته څرګنده کړو، چې افغان دولت له تاسو سره دى، تاسو چې په هر ځاى کې ياست، موږ مو پوښتنه کوو.))

د ده په خبره، په دومره لويه کچه د سفر ترسره کېدل د دې څرګندونه کوي، چې دا مهال تر بل هر وخت په خوست کې امنيت د ډاډ وړ دی او خلک کولی شي په ډاډه زړه خپلو ورځنيو کارونه ته دوام ورکړي.

د خوست د صبريو ولسوالۍ يوه قومي مشر مدير مېرزمان صبري پژواک اژانس ته وويل، چې دغو درېيو ولسواليو ته د سولۍ په نوم د کاروان تګ د دې څرګندونه کوي، چې په خوست کې د پخوا په پرتله امن ښه شوی دى.

د نوموړي په خبره، دا د خوست مېشتو په ذهن کې هم نه راتله، چې دولتي چارواکي دې له خوست ښار څخه تر ځاځي ميدان ولسوالۍ پورې په رڼا ورځ، چې سلګونه قومي مشران يې ملتيا کوي، سفر وکړي.

صبري وويل: ((سرحدي سيمو ته د چارواکو تګ د ولس او دولت په منځ کې شته رامنځ ته شوی واټن راکمولی شي او خلکو ته د دې جرئت ورکوي، چې د وسلوالو پر خلاف پورته شي.))

د ځاځي ميدان ولسوالۍ د شاوی سيمې اوسېدونکي ملک پاچامير خوښي وښوده، چې د والي په ګډون يې سلګونه کسان د دوی سيمې ته ورغلي دي.

ده زياته کړه: ((زه اوس دا احساسوم چې دولت زموږ او موږ د دولت يو او په هېڅ وخت کې دا اړيکې څوک نه شي زيانمنولی.))

په سيمه کې  شنونکي دا ډول سفرونه د سولې او امنيت د راوستو لپاره ګټور بولي او وړانديز کوي، چې دغه ډول سفرونه دې د خوست نورو ولسواليو ته هم ترسره شي.

د پوځي چارو کارپوه او متقاعد افسر جنرال غازي خان پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ډول سفرونه خلکو ته مورال ورکوي او ډاډه کېږي، چې خپل دولت يې پوښتنه کوي.

د هغه په وينا، په دې سره د خلکو بارو پر دولت زياتيږي او د دولت د وسلوالو مخالفينو پر ضد خپل ټول پام د دولت همکارۍ ته اړوي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.