ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سوېل کې ((شپږم کلک هوډ)) عمليات پيل شول

author avatar
8 Oct 2012 - 15:34
author avatar
8 Oct 2012 - 15:34

دغه عمليات نږدې اته مياشتې وړاندې په کندهار، زابل او اروزګان ولايتونو کې پيل شوي وو، چې د ملي اردو درېيو لواګانو، ملي، سرحدي او د عامه نظم پوليسو او ملي امنيت په کې برخه لرله.

د عملياتو مشري د افغان ځواکونو پر غاړه وه او ايساف ځواکونو په کې يوازې ملاتړى رول درلود.

د دغو عملياتو په اړه په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو درستيزوال بريد جنرال سيد واقف شاه نن (د تلې ١٧مه) په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه عمليات په برياليتوب پاى ته ورسېدل.

هغه زياته کړه، په سوېل کې د پنځم کلک هوډ عمليات د دې لپاره ترسره شول، چې د دې حوزې اوسېدونکي د وسلوالو مخالفينو له فشار څخه خلاص شي.

د نوموړي په وينا، د دغو عملياتو له لارې په زابل، کندهار او اروزګان کې ګڼې مواصلاتي لارې پرانيستل شوې او اوس خلک کولى شي، په اسانۍ سره خپل کرنيز محصولات تر مارکېټ پورې ورسوي.

دى وايي: ((په ټوليزه توګه په سوېل کې د وسلوالو فعاليتونه هغه مهال ډېرېږي، چې د خلکو د مېوو او نورو کرنيزو حاصلاتو اخيستو وخت را نږدې شي.))

د ده په خبره، د دغو عملياتو له لارې په کندهار، اروزګان او زابل کې د لرې پرتو ولسواليو هغه لارې هم له ماينونو پاکې او پرانيستل شوې، چې کلونه کلونه ورباندې خلکو تګ راتګ نه شو کولى.

هغه د بېلګې په توګه د زابل د اټغر، شملزى، داى چوپان، شينکۍ او نو بهار ولسواليو لارې يادې کړې، چې له ډېرو ستونزو او کړاوونو ډکې وې.

نوموړي زياته کړه: ((موږ نه يواځې دغه لارې پرانيستلې، بلکې په دغو ولسواليو کې مو د خپلو ځواکونو اکمالات هم وکړل، تر څو د را روان ژمي په موسم کې له ستونزو سره مخ نه شي.))

واقف شاه د دغو عملياتو يوه بله لاسته راوړنه په بېلابېلو ولسواليو کې له خلکو سره د شوراګانو جوړول بلله او ويې ويل، له همدې امله عمليات په برياليتوب ترسره شول.

ده وويل: ((د عملياتو پر مهال ٩٠ وسلوال مخالفين وژل شوي، ١٢ وسلوال مخالفين او ٩٢ مشکوک وګړي ژوندي نيول شوي او دغه راز د بېلابېلو وسلو ترڅنګ ٧ زره کيلوګرامه چاوېدونکي توکي هم د ملي اردو لاس ته ورغلي دي.))

هغه په سوېل کې د پنځم کلک هوډ عملياتو تر پاى ته رسېدو وروسته د شپږم کلک هوډ عملياتو د پيل خبر ورکړ او ويې ويل، چې د دغو عملياتو موخه هم د وسلوالو له فشار څخه د خلکو خونديتوب، د مواصلاتي لارو پرانيستل او د ارام ژوند برابرول دي.

د کندهار خلک د ملي اردو له خوا د له ترسره شوو عملياتو خوښ دي او په همدې بڼه يې د دوام غوښتنه کوي.

د پنجوايي ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي حاجي محمدرحيم پژواک خبري اژانس ته وويل، پخوا به چې عمليات ترسره کېدل، نو خلک به په وېره کې وو، ګڼو کورنيو ته به مالي او ځاني زيانونه واوښتل او له خپلو مېنو به بې ځايه شول.

هغه زياته کړه، اوس د عملياتو بڼه بدله شوې، اوس چې په کومه سيمه کې عمليات کېږي، نو په پيل کې د امنيتي ځواکونو مشران د سيمې له اوسېدونکو سره مشورې کوي او د هغوى باور خپلوي.

د ده په وينا، په سيمو کې هغه وخت امنيت ډاډمن کېږي، چې د امنيتي ځواکونو او خلکو تر منځ واټن له منځه ولاړ شي.

په سوېل کې د پنځم کلک هوډ تر عملياتو وروسته شپږم کلک هوډ عمليات داسې مهال پيليږي، چې دلته په ځينو سيمو کې د وسلوالو فعاليتونه يو ځل بيا ليدل کېږي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.