ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر عبدالله له ٢٠١٤ کال وروسته د خپلمنځي جګړو احتمال رد کړ

ډاکټر عبدالله له ٢٠١٤ کال وروسته د خپلمنځي جګړو احتمال رد کړ

author avatar
13 Oct 2012 - 16:23
ډاکټر عبدالله له ٢٠١٤ کال وروسته د خپلمنځي جګړو احتمال رد کړ
author avatar
13 Oct 2012 - 16:23

اسعداباد (پژواک ٢٢ تله ٩١): د ملي ايتلاف ګوند مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې که ستونزو شتون هم درلود، له ٢٠١٤ کال وروسته به افغانستان د خپلمنځي جګړې پر لور ولاړ نه شي.

ډاکټر عبدالله دغه څرګندونې د تلې په ٢٢مه کونړ ولايت ته د سفر پر مهال يوې غونډې ته په خپلې وينا کې وکړې. هغه زياته کړه، چې د کونړ پر سرحدي سيمو د پاکستاني ځواکونو توغنديز بريدونه پر هېواد څرګند تېرى دى او زياتوي، چې که افغان دولت يې د مخنيوي توان نه لري، نو پر ولس دې غږ وکړي. ډاکټر عبدالله دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې د کونړ د ځايي چارواکو په وينا، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پاکستاني ځواکونو څلور نور توغندي ويشتي دي. د ملي ايتلاف ګوند مشر کونړ ته د خپل سفر په ترڅ کې رسنيو ته په خپلو لنډو خبرو کې وويل، چې له ستونزو سره سره به له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته افغانستان بيا د خپلمنځي جګړې په لور ولاړ نه شي. دا په داسې حال کې چې د بحران په نوم يوه نړيوال ګروپ تېره اوونۍ ويلي وو، چې له ياد کال وروسته به په افغانستان کې بحران رامنځته او کورنۍ جګړه به پيل شي. ډاکټر عبدالله عبدالله له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانستان سره خپلې کړې ژمنې سرته ورسوي. نوموړى وايي، چې افغانان جګړه نه غواړي خو ټينګار يې وکړ، چې د پخوا په څېر به تل له خپلې خاورې او خلکو کلکه دفاع کوي. په همدغه مهال د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي وويل، چې افغان دولت د پاکستاني ځواکونو د توغنديزو بريدونو د مخنيوي لپاره خپلې ټولې هڅې په کار اچولې خو تر اوسه د دغو بريدونو پر بندولو نه دى توانېدلى. هغه پژواک اژانس ته په خبرو کې يو ځل بيا په ټينګار سره وويل، چې پاکستان د کونړ سيند د لاندې کولو هيله لري، پر دانګام او نورو سرحدي ولسواليو توغندييز بريدونه هم د دې هيلې يوه برخه ده. په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ د علماوو شورا مشر مولوي عبدالرحمن د ملي ايتلاف ګوند مشر ډاکټر عبدالله ته د سفر د ځنډ له امله د کونړ د خلکو د ګيلې په وړاندې کولو سره وغوښتل، چې دوى د پنجشېر درنې وسلې چې د روسانو له وخت څخه راپاتې او کارېدلي نه دي، پر کونړ د پاکستاني ځواکونو د توغنديزو بريدونو د مخنيوي لپاره دې د ولسونو په واک کې ورکړي. ترڅو د کونړ خلک پرې خپله دفاع وکړي، بلخوا د کونړ ديني عالمانو او قومي مشرانو د پاکستان د تحريک انصاف ګوند د مشر څرګندونې په کلکه رد کړې او د هغه خبرې يې غير مسوولانه وبللې. د يادونې ده، پاکستاني ځواکونه له تېرو شاوخوا شپږو مياشتو راهيسې پر کونړ ولايت بريدونه کوي چې له امله يې تر ٥٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.