ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راسموسن : ناټو له افغان حکومت سره دستراتيژيک تړون په پلي کولو خبرې کوي

راسموسن : ناټو له افغان حکومت سره دستراتيژيک تړون په پلي کولو خبرې کوي

author avatar
18 Oct 2012 - 12:51
راسموسن : ناټو له افغان حکومت سره دستراتيژيک تړون په پلي کولو خبرې کوي
author avatar
18 Oct 2012 - 12:51

کابل ( پژواک ٢٧ تله ٩١ ) : د ناټو سرمنشي له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې احتمال رد کړ او ويې ويل،

چې نړيواله ټولنه به له خپلو  ژمنو سره سم افغانستان پخپلو پښو دروي.

د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن دغه څرګندونې نن د تلې په ٢٧مه، په کابل کې پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

راسموسن  نن سهار وخته په يوه ناڅاپي سفر راغلى دى، هغه سره په دې سفر کې د ناټو ديوه پياوړې شورا شمالي انتلانتيک شورا (ناک)   د ٢٨ غړيو هېوادونو  او د غير ناټو شپږو نورو هېوادونو استازي هم شامل دي.

هغه په کابل کې د ناټو د ملکي استازي په دفتر کې د مرکې پر مهال د بحران د نړيوال ګروپ د خپور  شوي راپور په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل : (( افغانانو ته زما څرګند پيغام دادى ،چې ټوله نړيواله ټولنه له دوى سره ژمنه ده او خپلو مرستو ته به ادامه ورکوي. ))

د بحران ګروپ پخپل راپور کې ويلي و ، چې له ٢٠١٤ کال وروسته به په افغانستان کې کورنۍ جګړه پيليږي او افغانستان به له بحران سره مخامخ شي.

خو راسموسن وايي ،چې د بحران ګروپ په خپل راپور کې د نړيوالې ټولنې هغه ژمنې، مرستې او تعهدات په پام کې نه دي نيولي، چې په بن، توکيو او شيکاګو کې يې له افغانانو سره کړي دي او دغه کار  دبحران ګروپ راپور کمزورى کړى دى.

هغه زياته کړه : (( نړيوالې ټولنې په يادو کنفرانسونو کې افغانستان سره د پوځي مرستو ترڅنګ د اقتصادي او ټولنيزو مرستو او پرمختګونو ژمنې هم کړې دي .))

د ناټو عمومي سرمنشي وويل ،چې له دې مرستو او همکاريو څخه موخه داده، چې افغانستان په خپلو پښو ودريږي ، خو دوى به يواځې نه وي، نړيواله ټولنه به ورسره په خوا کې وي او تر ٢٠١٤ کال وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

راسموسن تر ٢٠١٤ کال وروسته د نوي ماموريت په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل ،چې افغان ځواکونو ته د روزنې او مشورې ورکولو ترڅنګ مرسته  کول هم  ددوى د نوي ماموريت له مهمو دندو څخه دي.

هغه زياته کړه ، چې د ٢٠١٤ زېږديز کال په پاى کې به د ايساف اوسنى ماموريت پاى ته ورسيږي او په ٢٠١٥ کال کې به د روزنې او مشورو نوى ماموريت پيل شي.  

راسموسن وايي : (( تر ٢٠١٤ کال وروسته به ټول پوځي عمليات د افغان ځواکونو لخوا ترسره کېږي او ايساف به په کې برخه نه لري.))

د ناټو د سرمنشي په وينا، چې د روزنې، مشورو او همکاريو د څرنګوالي په اړه يې له افغان چارواکيو سره خبرې پيل کړې دي.

نوموړي د همکاريو د څرنګوالي په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل ،چې دوى له افغان ځواکونو سره د پوځي عملياتو په ترسره کولو او پلان کولو کې مرسته کوي.

د ناټو سرمنشي راسموسن ،د افغان ملي ځواکونو د پوځي تجهيزاتو او په ځانګړې توګه د هوايي ځواک د پياوړي کولو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل ،چې د ناټو يو له مهمو موخو څخه داده ، چې افغان ملي ځواکونه دومره پياوړي کړي ، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته په بشپړه توګه د امنيتي مسوولينو د ترلاسه کولو وړتيا ولري.

د هغه په وينا، ناټو لا دمخه له افغان ملي ځواکونو سره په ګډه کار کوي، څو د هغوى نظامي اړتياوې پوره کړاى شي .

راسموسن وويل ،چې د افغان ملي ځواکونو د تجهيز پروسه به د ٢٠١٤ تر پايه پورې روانه وي او د ناټو له موخو څخه دي ، چې افغان ځواکونه د خپل امنيت دساتلو وړتيا ترلاسه کړي.

له ٢٠١٤ کال وروسته ،چې ټول عمليات به دافغان ځواکونو لخوا ترسره کېږي، ددې پوښتنې په ځواب کې، چې که د اړتيا پر مهال  افغان پوځ له ايساف څخه د هوايي ځواک مرسته وغواړي، د ناټو سرمنشي سم ځواب ورنکړ، خو ويې ويل  : (( دا د وخت نه مخکې پوښتنه ده، په ٢٠١٤ کال وروسته ټول پوځي عمليات به دافغان ځواکونو له خوا ترسره کېږي ، زموږ دنده به يواځې روزنه او مشوره ورکول وي.))

د افغانستان او ناټو ترمنځ دلاسليک شوي ستراتيژيک تړون په اړه راسموسن وويل ،چې له افغان حکومت سره په ګډه د دې تړون د پلي کولو په برخه کې کار کوي.

هغه زياته کړه ،چې د ناټو سازمان يو شمېر غړيو هېوادونو واردمخه دا ډول سندونه لاسليک کړي دي او ديوه سازمان په توګه ناټو هم له افغان حکومت سره دا سند لاسليک کړى او اوس يې ورسره د پلي کولو په لارو چارو خبرې کوي.

راسموسن وايي : (( موږ غواړو، چې له ٢٠١٤ کال وروسته هم ناټو او افغانستان سره پرمختللې اوږود مهاله اړيکې ولري.))

د ناټو سرمنشي انډرس فاغ راسموسن د اروپايي هېواد ډنمارک اوسېدونکى دى او تر دې مخکې د ډنمارک د لومړي وزير په توګه يې دنده ترسره کړې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.