لښکرګاه (پژواک ٢٩ تله ٩١): د هلمند د سنګين ولسوالۍ د ټولنيزې شورا دوه غړي د يوه وسلوال بريد په ترڅ کې وژل شوي دي.
د سنګين ولسوال محمدشريف خان د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده پېښه تېره ورځ د دې ولسوالۍ د نسوزو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې يادو قومي مشرانو له ملي پوليسو او اردو سره يو ځاى د نسوزو په سيمه کې د يوې پوستې د جوړولو په مراسمو کې ګډون کړى و.
ولسوال وايي، کله چې حاجي عبدالسلام او مطيع الله خان پر موټرسايکلونو بېرته خپلو کورونو ته روان وو، په لاره کې د وسلوالو مخالفينو له خوا ووژل شول.
شريف خان وويل، چې د يادو کسانو وژنه به د دې ولسوالۍ پر امنيتي حالاتو اغېزه وکړي؛ ځکه چې د ده په وينا، دوى له امنيتي ځواکونو سره ډېره مرسته کوله.
د هلمند د ټولنيزو شوراګانو او ښې حکومتولۍ په برخه کې دولتي چارواکي عبدالوکيل اڅک پژواک ته وويل، چې يادو کسانو به هره اوونۍ په بېلابېلو سيمو کې له خلکو سره د پوهاوي په برخه کې غونډې درلودې.
د هغه په وينا، تېره ورځ يادو کسانو په نسوزو کې له ځايي خلکو سره په يوه پراخه غونډه او ترڅنګ يې د سيمه ييزو پوليسو د يوې پوستې د جوړولو په مراسمو کې برخه اخيستې وه.
نوموړي وويل، چې تر دې وړاندې هم د يادې ولسوالۍ دوه غړي دې ته په ورته پېښو کې وژل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ځايي چارواکو په وينا، تر دغه مهاله د هلمند د اوو ولسواليو د ټولنيزو شوراګانو ٢٤ غړي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې، نن له غرمې مخکې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې چاودنه شوې ده، چې يواځې يو تن يې ټپي کړى دى.
د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ پژواک اژانس ته وويل، چې ياده چاودنه د بست په جاده کې د ريموټ کنټرول په وسيله رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا، چې چاودېدونکي توکي پر يوه بايسکل ځاى پر ځاى شوي وو،
نوموړي زياته کړه، چې دغه چاودنه د پوليسو پر رينجر موټر ترسره شوې، خو هغه ترې روغ وتلى او له امله يو ملکي وګړى ټپي شوى دى.
خو د ايمرايجنسي روغتون کار کوونکي وايي، چې له دې پېښې دوى ته دوه ټپيان ور وړل شوي چې يو يې له لومړۍ درملنې وروسته بېرته رخصت شو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن