ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سياسي ګوندونه د ډيورنډ د کرښې په اړه پرېکړه د ولسونو حق بولي

سياسي ګوندونه د ډيورنډ د کرښې په اړه پرېکړه د ولسونو حق بولي

author avatar
24 Oct 2012 - 16:01
سياسي ګوندونه د ډيورنډ د کرښې په اړه پرېکړه د ولسونو حق بولي
author avatar
24 Oct 2012 - 16:01

کابل (پژواک ٣ لړم ٩١): يو شمېر سياسي ګوندونه د ډيورنډ د کرښې حل غواړي، خو وايي چې په دې اړه پرېکړه يواځې د کرښې د دواړو غاړو ولسونه کولى شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ايالتونو ځانګړي استازي مارک ګروسمن په کابل کې له يوه خصوصي ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي، چې واشنګټن د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله بولي.

سره له دې چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په خپل غبرګون کې د چا د نوم له اخيستو پرته، د ډيورنډ د رسميت په اړه هر ډول څرګندونې بېځايه بللي، خو تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او په کابل کې د امريکا سفير جيمز کننګهم هم د ګروسمن د خبرو ملاتړ کړى دى.

 همدا راز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکټوريا نوليند پرون ويلي، چې ډيورنډ نړيواله پوله ده او په دې اړه د امريکا په پاليسۍ کې بدلون نه دى راغلى.

جيمز کننګهم هم کندهار ته د خپل سفر پر مهال د کندهار له والي سره په ګډ خبري کنفرانس کې ويلي: “يواځې امريکا نه، بلکې يو شمېر نور هېوادونه هم ډيورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ د رسمي پولې په توګه پېژني.”

د ډيورند کرښه په ١٨٩٣ ميلادي کال کې د برېتانوي هند او افغانستان تر منځ د پولې په توګه رامنځته شوې، خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د نړيوالې پولې په توګه نه ده منلې.

د حق او عدالت ګوند مرستيال هم وايي، چې هېڅ بهرنى وګړى او هېواد حق نه لري پر خپل سر د ډيورنډ کرښې په اړه څرګندونې وکړي يا حکمونه صادر کړي.

دى وايي، چې د ډيورنډ د کرښې په اړه پرېکړه په ولسونو پورې اړه لري او په دې اړه پرېکړه: “ان د افغانستان د حکومت له صلاحيته هم پورته ده.”

مرستيال وايي، چې د حق او عدالت ګوند يواځې په دې اړه د ډيورنډ د دواړو لورو د ولسونو له پرېکړې ملاتړ کوي.

مرستيال زياته کړه: “که مارک ګروسمن او يا هر څوک وي بايد د افغانستان خلکو د ارادې خلاف څرګندونې ونه کړي، زموږ لپاره مرسته او همکاري د دغو معضلاتو د حل لپاره د قدر وړ ده، اما دا چې دوى وايي، موږ په رسميت پېژندلې ده او نور ملکونه يې هم په رسميت پېژني، دا د نورو ملکونو نظر دى، خو افغانانو تر اوسه پورې دغه خط په رسميت نه دى پېژندلى.”

دى وايي، چې امريکا او نړيواله ټولنه دې خپل نظر پر افغانانو نه تحميلوي او بايدله داسې کړکېچنو مسايلو سره د افغانستان د خلکو د ارادو پر بنسټ عمل وکړي.

هغه وويل، که څه هم د حق او عدالت ګوند د دې مسئلې د عادلانه حل غوښتونکى دى، خو په اوسنيو شرايطو کې افغانستان په دې اړه خبرو ته چمتو نه دى.

د ملي ايتلاف وياند سيد حسين فاضل سانچارکي وايي، چې د ډيورنډ د کرښې په اړه د امريکايي چارواکو څرګندونې نوې نه دي.

ده وويل، چې پخوا هم امريکا د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله بللې ده.

سانچارکي زياته کړه، ملي ايتلاف باور لري چې ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچنه او حساسه موضوع ده او په معقوله توګه بايد د دوه اړخيزو خبرو له لارې ورته د حل لاره وموندل شي.

ده همداراز وويل، چې د کرښې د دواړو غاړو د خلکو نظر او رايي ته په کتو بايد د دې کرښې برخليک وټاکل شي.

سانچارکي زياته کړه: “يواځې هغه خلک چې د دې کرښې دواړو خواوو ته ژوند کوي، په دې اړه د پرېکړې حق لري، همدوى دي چې د دې کرښې رسميت او نه رسميت ټاکي.”

نوموړي زياته کړه، اړينه ده چې دواړه هېوادونه د ډيورنډ کرښې قضيه راپورته کړي او د يوې داسې موضوع په توګه دې تر جدي بحث لاندې ونيسي چې تل يې له امله د دواړو هېوادونو اړيکې کړکېچنې کړې دي.

د ملي يووالي او په افغانستان کې د امريکا له پوځي اډو سره د مخالفت جبهه هم ورته نظر لري او وايي، چې د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ يوه تاريخي مسئله ده.

د دې جبهې وياند احمد وحيد مژده وايي، چې د افغانستان حکومت بايد له امريکايانو د هغوى د دا ډول څرګندونو د موخو سپيناوى وغواړي.

ده وويل، چې د ډيورنډ مسئله يواځې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو مسئله نه ده، بايد له هغو خلکو نظر پوښتنه وشي چې دې کرښې سره بېل کړي دي.

خومژده وايې، چې د ډيورنډ د کرښې په اړه بايد افغانستان حکومت خپل دريځ روښانه کړي.

دى زياته کړه، چې په ١٨٩٣ کال کې د ډيورنډ د قراداد له نېټې راهيسې په افغانستان کې رامنځته شوو رژيمونو په څرګندو ټکو نه دي ويلي، چې د ډيورنډ کرښې په وسيله له افغانستان څخه جلا شوې سيمې بېرته غواړي که نورې موخې لري.

مژده زياته کړه: “زموږ مقصد دا دى چې بالاخره بايد دا مسئله حل شي، يعنې يو ځاى وي، يوه منطقه وي، يو خط وي چې په نتيجه کې يې د افغانستان او پاکستان خاوره څرګنده شي.”

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.