ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانان په امريکا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه بېلابېل نظرونه لري

افغانان په امريکا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه بېلابېل نظرونه لري

author avatar
31 Oct 2012 - 14:28
افغانان په امريکا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه بېلابېل نظرونه لري
author avatar
31 Oct 2012 - 14:28

کابل (پژواک ١٠ لړم٩١): ځينې افغانان د امريکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډيموکراتانو بريا غوره ګڼي، خو ځينې وايي،چې که هر څوک په دغو ټاکنو کې بريالي شي، د افغانستان په اړه د امريکا تګلاره بدلون نه مومي.

د امريکا د متحده ايالتونو د ولسمشرۍ ټاکنې د لړم په ١٦مه ترسره کېږي.

د ډيموکراټ ګوند غړي او د امريکا د متحده ايالتونو اوسنى ولسمشر بارک اوباما او د جمهوري غوښتونکو د ګوند غړى مېت رامني د ولسمشرۍ لپاره کانديد دي.

د افغانستان په اړه دواړه کانديدان ورته نظر لري او په خپله وروستۍ ټلوېزيوني مناظره کې يې ويلي، چې د ٢٠١٤ کال تر پايه په افغانستان کې د امريکا پوځي ماموريت پاى ته رسېږي.

د امريکا ټولټاکنې د افغانانو لپاره هم ځکه اهميت لري، چې دغه مهال د امريکا په مشرۍ نړيوال ځواکونه په افغانستان کې د دولت له وسلوالو مخالفينو سره په جګړه بوخت دي او د امريکا په حکومت کې بدلون د افغانستان پر وضعيت هم اغېز کولاى شي.

د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو له پوهنځي فارغ شوي احمدضيا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان لپاره د جمهوري غوښتونکو پر ځاى ډيموکراتان ځکه ښه دي؛ چې منځلاري دي.

دى وايي، چې جمهوري غوښتونکو د خپل حکومت په دوره کې په افغانستان کې د سولې په اړه هېڅ نه دي ويلي او هڅه يې کوله، چې د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې حل کړي.

اوباما په ١٣٨٧ کال کې د امريکا ولسمشر شو او تر هغه مخکې جورج ډبليو بوش چې د جمهوري غوښتونکو د ګوند غړى دى، د دغه هېواد ولسمشر و.

 د احمدضيا په باور، د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو پايلې ځکه د افغانستان پر وضعيت نېغه اغېزه لري؛ چې په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې د امريکا په مشرۍ شاوخوا ٥٠ هېوادونه په افغانستان کې د امنيت په ټينګښت او د بيارغونې پر چارو بوخت دي.

په کابل کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (يونيسيف) د ادارې کارکوونکى محمدسليمان وايي، په ټاکنو کې ځکه د ډيموکرات ګوند د برياليتوب پلوي کوي، چې ډيموکراتان د جمهوري غوښتونکو په پرتله نرم خلک دي او نه غواړي چې په نورو هېوادونو بريدونه وکړي او د افغانستان په څېر هېواد کې د جګړې لار خپله کړي.

ده زياته کړه: ((کله چې بوش ولسمشر و، پر عراق او افغانستان يې وسله وال بريد وکړ، خو اوباما په بل هېڅ يو هېواد بريد ونه کړ، خپل عسکر يې له عراق څخه و ايستل او دوه کاله وروسته يې له افغانستان څخه هم وباسي.))

د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې د کابلشاه اوسېدونکى غوث الدين وايي، چې په امريکا کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډيموکراتانو برياليتوب ځکه د افغانستان په ګټه دى؛ چې هغوى تېر څلور کلونه د سيمې په حالاتو کې دخيل پاتې شوي دي.

د ده په وينا، که په امريکا کې جمهوري غوښتونکي ټاکنې وګټي، نو د “ترهګرۍ” پر ضد په روانه جګړه کې به خلا رامنځته شي؛ ځکه هغوى اړ دي، چې په دې برخه کې نوي پلانونه او طرحې جوړې کړي او د دغو پلانونو جوړول ډېر وخت ته اړتيا لري.

دى وايي: ((په داسې حالت کې ډېر امکان شته، چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د هغوى (جمهوري غوښتونکو) پلانونه نيمګړي وي، ځکه پاکستان به هڅه کوي، چې هغوى تېر باسي او د ستونزو د اصلي جرړې پر ځاى يې پام بل لورې ته واړوي.))

د هغه په وينا، په امريکا کې د ډيموکراتانو په نوم حاکمه ډله، چې په سر کې يې اوباما دى، د پاکستان له رول سره بلد دي او په دې اړه څرګند دريځ لري.

د کندهار ښار د څلورمې ناحيې د خوجک بابا سيمې اوسېدونکى غلام سخي هم ورته نظر لري او وايي، چې اوباما د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال ويلي، چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې به پر پاکستان فشارونه زيات کړي.

دى وايي، په همدې بنسټ که ټاکنې ډيموکراتان وګټي، د افغانستان په ګټه دي.

د هغه د څرګندونو له مخې، په روانه جګړه کې د “تر هګرۍ” اصلي ځالې او مرکزونه په نښه نه شول، خو اوس د اوباما له څرګندونو ښکاري ، چې دغه ټکي ته متوجه شوى او که ټاکنې وګټي، نو پر پاکستان به فشار زيات کړي .

يادو دواړو کانديدانو په يوه مناظره کې په پاکستان کې د امريکا د بې پيلوټه هوايي بريدونو ننګه وکړه، خو رومني وويل، چې د پاکستان له حکومت او خلکو سره بايد له نږدې کار وشي څو دغه هېواد د يو ناکام هېواد په توګه ونه ګرځي او که دغه کار وشي، نو دا به امريکا او افغانستان دواړو لپاره ښه نه وي.

په هرات کې د مدني ټولنې غړى خليل پارسا وايي، په امريکا کې د ولسمشر بدلېدل د افغانستان پر وضعيت اغېز نه کوي؛ ځکه چې د امريکا ستراتيژيک پلانونه پر شخص پورې اړه نه لري.

خو دى هم د ډيموکراتانو برياليتوب غوره ګڼي؛ ځکه چې د ده په وينا، ډيموکراتانو ثابته کړې چې په نړيوالو اړيکو کې له زور او پيسو څخه ډېر کار نه اخلي او په ډيموکراسۍ باور لري.

خو د باميانو د مرکز اوسېدونکې امنه نېکزاد وايي، د اوباما کمزورى سياست د دې لامل شوى، چې په افغانستان کې د دولت وسلوال مخالفين يو ځل بيا پياوړي شي.

نېکزاد غوره ګڼي چې يو ځل رامني ته هم وخت ورکړل شي او وليدل شي چې هغه په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت لپاره څه پلانونه لري.

خو د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد عبداللطيف مل شينوارى وايي، د امريکا ولسمشريزې ټاکنې که هر ګوند وګټي د افغانستان په اړه د دغه هېواد په تګلاره کې کوم بدلون نه راځي.

د ننګرهار د مرکز جلال اباد يوه بل اوسېدونکى سحر ګل اميرزى وايي، چې که د امريکا ټاکنې اوباما وګټي او که رامني ، ګټه يې امريکايانو ته رسي او افغانان ورسره کار نه لري.

د ده په وينا، امريکايانو ته خپلې ګټې مهمې دي او د بل چا پروا نه لري.

د لغمان د مرکز مهترلام اوسېدونکى عبيدالله بيا وايي، له راډيوګانو يې اورېدلي چې په امريکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کېږي، خو دا ورته د نورو بهرنيو خبرونو په څېر يو خبر دى او ارزښت ورته نه لري.

ده زياته کړه: ((موږ په خپلو غمونو کې ډوب يو، د امريکا غم راسره نشته.))

د باميانو ولايت اوسېدونکى محمد اکبر نعيم زاده هم وايي، چې د افغانستان په اړه د اوباما او رامني سياست يو شان دى او دواړو په خپلو مناظرو کې په افغانستان کې د “ترهګرو” د ماتې لپاره کوم مشخص پلان نه دى مطرح کړى.

هغه زياته کړه: ” له همدې امله بايد د هېڅ يوه د بريا لپاره خوشبين نه و .”

د سياسي چارو ځيني پوهانو هم پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې که د امريکا په ټاکنو کې د اوباما سيال رامني هم بريالى شي د افغانستان په اړه به د دغه هېواد په سياست کې بدلون رانه شي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.