ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرني ځواکونه په ميدان وردګو کې د عملياتو پر مهال خلک ځوروي

بهرني ځواکونه په ميدان وردګو کې د عملياتو پر مهال خلک ځوروي

author avatar
12 Nov 2012 - 14:41
بهرني ځواکونه په ميدان وردګو کې د عملياتو پر مهال خلک ځوروي
author avatar
12 Nov 2012 - 14:41

کابل (پژواک ٢٢ لړم ٩١): د ميدان وردګو د بېلابېلو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي د امريکايي ځواکونو له بې ځايه عملياتو او د هغوى له خوا د عامو خلکو له ځورنې سر ټکوي.

د دغه ولايت د ځينو ولسواليو په لسګونه قومي مشران د لړم په ٢٠مه او ٢١مه د ولايتي شورا دفتر او ولايت مقام ته په شکايت راغلي وو.

دوى ويل، چې که بهرني ځواکونه نور په دغه ولايت کې د عامو خلکو له ځورونې او نيونې لاس وانه خلي، نو دوى اړ دي، چې يا له سيمې کډې بار کړي او يا د ځان لپاره کومه بله لار ولټوي.

د ميدان ښار يوه مخور احمدالدين، چې د دغو کسانو په ډله کې و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لړم په ٢٠مه بهرنيو ځواکونو د ښار اړوند د پولاد خان په سيمه کې له يوې چاودنې وروسته د لالي په نوم يو دوکاندار د په برخه کې پر ډزو ړويشت او ويې واژه.

د هغه په وينا، بهرنيو ځواکونو دوه تنه نور، چې يو د جومات ملاامام هم و، له ځان سره نامعلوم ځاى ته بيولي دي.

ده زياته کړه، چې کله په سيمه کې په بهرنيو ځواکونو کوم ډز او يا چاودنه وشي، نو په وسلوالو يې وس نه رسيږي او بيا د هغوى پر ځاى د ولسي وګړو په وژلو، وهلو او ځورولو لاس پورې کوي.

د نوموړي په وينا، چې دوى به لومړى خپل اواز اړوندو ادارو ته رسوي او که د ستونزې په حل يې عملي اقدام ونه شي، نو اړ دي، چې يا کډې بارکړي او يا به کوم بل اقدم وکړي.

د نرخ ولسوالۍ د کانزت سيمې يوه اوسېدونکي اميرمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې درې ورځې مخکې امريکايان راغلل او د قران کريم له ختم څخه يې درې کسان، چې عام وګړي دي، بوتلل، په دغو کسانو کې د ميدان وردګو د اطلاعلاتو او کلتور رياست يو تحويلدار قندي هم شامل دى.

ده هم وويل، له يوې مياشتې راهيسې چې دې ولسوالۍ ته نوي امريکايان راغلي، ملکي خلک ترې تر پوزې رسېدلي دي.

د هغه په وينا، په وسلوالو يې زور نه رسيږي، نو فقط دغه بې چاره ملکي خلک ورته پاتې دي، چې هرڅه پرې کوي، څوک نشته چې ترې پوښتنه وکړي.

نوموړى وايي، چې په تېرو لسونو کلونو کې دومره نه دي ځورېدلي لکه له يوې مياشتې راهيسې چې په بېلابېلو تورنو او بانو ځوريږي.

د مرکز ميدان ښار اړوند د ابراهيم خېلو د سيمې يوه اوسېدونکي حاجي محمد پژواک اژانس ته وويل، څلور ورځې مخکې (د تېرې پنجشنې په ورځ) بهرنيو ځواکونو په دې سيمه کې د محصلانو په ګډون يو شمېر خلک وهلي، چې يو په کې د ميدان وردګو د مستوفيت مامور هم شامل دى او د عامو وګړو دوه دوکانونه يې سوځولي دي.

نوموړي زياته کړه، هغه کسان چې امريکايانو وهلي وو، هغوى خپلې ډډې د ميدان وردګو والي ته په داسې حال کې وښودې، چې د ايساف يوه استازي هم شتون درلود.

ده وويل، چې که والي د دوى غم ونه خوري، نو بيا به ولسونه په پراخو لاريونونو او نورو اقداماتو لاس پورې کړي.

ده غوښتنه وکړه، چې له دغه ولايت څخه دې ټول بهرني ځواکونه ووځي او ټول امنيت دې افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي.

د نرخ د ده حيات سيمې يوه اوسېدونکي علي جان پژواک اژانس ته وويل، چې دوه ورځې مخکې بهرنيو ځواکونو د ده حيات او کريمدادو د سيمې شاوخوا ٤٠ عام وګړي په لارو، ځمکو او خپلو باغونو کې ونيول او ټول يې يوځاى د کريمدادو په ښوونځي کې بې له دې چې کومه ګناه يې معلومه وي تر نږدې درېيو ساعتونو پورې کينولي وو او بيا يې تر يوڅو پوښتنو او معلوماتو کولو وروسته خوشي کړل.

هغه زياته کړه، چې له يوې مياشتې راهيسې دوى د بهرنيو ځواکونو د بېلابېلو ځورونو له امله نور له دې ولسوالۍ څخه کډې کولو ته اړ شوي.

ده له حکومت څخه وغوښتل، چې نور دې د دوى د دې ستونزې جدي حل ته پام وکړي که نه نو خلک به له دولت څخه فاصله ونيسي.

د جلريز ولسوالۍ د زيولاتو د سيمې يوه اوسېدونکي قيوم پژواک اژانس ته وويل،چې دوه شپې مخکې بهرني ځواکونه دې سيمې ته راغلي وو او د ١٢ کورنو دروازې يې ماتې کړې.

ده وويل، چې بې له کومې ګناه يې يو شمېر ځوانان له کورنو را وايستلي او وهلي ډبولي دي.

بلخوا د دغه ولايت د چک ولسوالۍ يوه قومي مشر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته وويل، چې څو ورځې مخکې يې بهرنيو ځواکونو بې له کومې ګناه او خطا لومړى د کور دروازه بر بم والوځوله او بيايې د کور په پلټنه پيل وکړ.

نوموړي هم وويل، چې کله دوى دلته په چک کې په کوم کلي کې عمليات کوي، نو د کلي ټول مشران لومړى نيسي بيايې د يوه کور په انګړ کې تر هغه نظر بند ساتي، چې ترڅو عمليات نه وي خلاص شوي.

يادو ټولو کسانو له دې ولايت څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او پرځاى يې د افغان ځواکونو د مېشت کېدو غوښتنه کوله.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا يوه غړي او پخوانى رييس حضرت محمدجانان هم د يادو سيمو د مخورو او اوسېدونکو ستونزې تاييد کړې او ويې ويل، چې په دا وروستيو څو ورځو کې د دغه ولايت يو زيات شمېر اوسېدونکي او قومي مشران دوى ته د بهرنيو ځواکونو له ځورونو څخه د سرټکونې په موخه ولايتي شورا ته راغلي دي.

هغه زياته کړه، چې د الله نظر په نامه د پولاد خانې سيمې يوتن عام وګړى، چې دوه ورځې مخکې بهرنيو ځواکونو وهلي اوس د ميدانښار په روغتون کې دى.

دى وايي، چې د لړم په ٢١مه ددغه ولايت د بېلابېلو سيمو شاوخوا سل تنه مشران ولايت ته له بهرنيو ځواکونو څخه په شکايت راغلي وو.

نوموړي زياته کړه چې دغه ستونزه يې له ولايت سره شريکه کړې او د دې ستونزې د حل لپاره به له نورو لوړپوړيو چارواکو سره هم خبرې وکړي.

په ولسي جرګه کې د ميدان وردګو د خلکو استازي حاجي عبدالاحمد دراني د خلکو ستونزې پر ځاى وبللې او زياته يې کړه چې همدا پرون يې په دې اړه له ملي دفاع وزير سره ليدلي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((ما ته د ولايت د مرکز او بېلابېلو ولسواليو خلکو د امريکايي ځانګړو ځواکونو د ځورونې او بې ځايه عملياتو په اړه شکايتونه کړي دي.))

درانى وايي، که چېرې دا ډول عمليات دوام وکړي، نو ښه پايلې به ونه لري، د دې ستونزې د هوارۍ لپاره به په لوړه کچه او تر ولسمشره پورې هلې ځلې کوي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د لړم په٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لړم په ٢٠مه د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو شاوخوا ٦٠ مخور او د لړم په ٢١مه شاوخوا سل مخور د ولايت مقام ته د بهرنيو ځواکونو د ځورونو د شکايت له امله راغلي وو.

د هغه په وينا، په دې کې يو شمېر هغه عام وګړي هم موجود وو، چې د دوی په خبره، بهرنيو ځواکونو وهلي او ډبولي دي.

د شاهد په خبره، چې د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي له يادو مشرانو سره په داسې حال کې د دې ستونزې په اړه خبرې وکړې، چې د بهرنيو ځواکونو استازى هم موجود و.

د ده په وينا، والي وويل، چې ولس د دوى سر او سترګې دي او دوى هڅه کوي، چې د ولس او حکومت ترمنځ فاصله لنډه کړي او د دې ستونزې د حل په موخه يې ژمنه وکړه.

نوموړى زياتوي، چې بهرنيوځواکونو د خلکو د شکايتونو په اړه د پلټنو ژمنه وکړه او د پايلو په اړه به يې د ولايت مقام ته راپور ورکړي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د عامه اړيکو دفتر رييس ډګروال تهوماس کولنيز پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى دا ډول ادعاوې جدي نيسي او په اړه يې پلټنې کوي.

هغه زياته کړه، چې په تېرو څو اوونيو کې ايساف له افغان ځواکونو سره د ميدان وردګو ولايت په بېلابېلو سيمو کې ګډ عمليات ترسره کړي دي.

د نوموړي په وينا، په ټولو عملياتو کې د دوى ځواکونه هڅه کوي، چې عام وګړي زيانمن نه شي.

ډګروال تهوماس په وروستيو کې عملياتو کې د يوه دوکاندار د وژنې، د خلکو د نيولو او ډبولو په اړه بې خبري وښوده.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.