Pajhwok Afghan News

لسګونه کيلوګرام نشه يي توکي ونيول شول

جلال اباد (پژواک ٢٧ لړم ٩١): امنيتي ځواکونو په يو شمېر عملياتو کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي او ورسره د تړاو په تور درې تنه نيولي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشريقيوال د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اچين ولسوالۍ په کهي بازار کې د يادې ولسوالۍ امنيتي موظفينو يو تنه له پنځوس کيلو ترياکو سره، چې په يوه سوزکي موټر کې يې ځاى پر ځاى کړي وو، نيولى دى.

هغه زياته کړه، چې دغه نشه يي توکي د غنمو له بوريو سره په ډېر مهارت په موټر کې ځاى پر ځاى شو وو.

د مستقيم شينواري په نوم يوه نيول شوي کس خبريالانو ته وويل، چې دغه ترياک يې له شپږويشتمې ويالې نه د عبدالخېلو بازار ته وړل چې امنيتي ځواکونو ونيول.

د يادونې ده، چې په تېرې يوې مياشتې کې د ننګرهار امنيه قومندانۍ ٨٦ کيلوګرامه ترياک، ٤٤ کيلوګرامه چرس او ١١تنه يې د کوکنارو کرلو په جرم نيولي دي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان او ايساف ځواکونو د کندهار په غورک ولسوالۍ کې د نشه يي توکو يوه فابريکه له منځه وړې ده.

سرچينې زياته کړې، چې ګډو ځواکونو په دې سيمه کې ٢٧ کيلوګرامه ترياک او ٩ کيلوګرامه هيرويين هم له منځه وړي دي.

دغه راز د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې په نيمروز ولايت کې پوليسو پرون دوه تنه له ٤٥ کيلوګرامه هيرويينو سره نيولي او اوس تر پوښتنو لاندې دي. 

Views: 1

Exit mobile version