غزني ښار (پژواک ۲۸ لړم ۹۱): د غزني په ده يک ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو يو تن د جاسوسۍ په تور وواژه او دوه وسلوال طالبان په يو نښته کې ټپيان شوي دي.
د غزني د ده يک ولسوالۍ امنيه قوماندان فيض توپان د لړم په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته وسلوالو طالبانو يو ملکي کس د دې ولسوالۍ په لغباد سيمه کې دولت ته د جاسوسۍ په تور وژلى دى.
د هغه په وينا، وژل شوي کس له دولت سره هېڅ ډول همکاري نه درلوده او د سيمې عام وګړى و.
امنيه قوماندان دغه راز وايي، چې د دوى ځواکونو پرون د يادې ولسوالۍ په ده يک کلي کې له وسلوالو طالبانو سره نښته وکړه، چې په ترڅ کې يې دوه وسلوال طالبان ټپيان شول.
د ده په خبره، په دې پېښه کې د دوى ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
خو عيني شاهدان وايي، چې وژل شوى کس د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې ووژل شو.
د لغباد سيمې يوه اوسېدونکي فيض محمد پژواک اژانس ته وويل: ((پرون ناوخته زموږ په کلي کې د ملي اردو، ملي پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه، خو کله چې محمدابراهيم له خپل باغ څخه د سون لرګي کور ته وړل، په ډزو ولګېد او ځاى پر ځاى ووژل شو.))
وسلوالو طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو ذبيح الله مجاهد وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې يې د ملي امنيت دوه کارکوونکي وژلي دي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن