کندهارښار(پژواک،٢٩لړم٩١):دکندهار هوايي ډګر چارواکي وايي،چې په روان کال کې يې د کورنيو او بهرنيو الوتنو شمېر او عوايد زيات شوي دي.
د کندهار هوايي ډګر امر احمد الله فيضي نن د لړم په ٢٩مه، د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې سږني عوايد يې يو ميليون ٤٤٥ زره او ٢٧٨ امريکايي ډالر دي.
هغه زياته کړه: ((دغه اندازه د تېر په پرتله ٢٥ سلنه زياتوالى ښيي، چې د کندهار هوايي ډګر لپاره لويه لاسته راوړنه ده.))
نوموړي د روان کال په اوږدو کې د ٦٤ ميليونه يورو په ارزښت د بېلابېلو پرمختيايي پروژو د پلي کولو خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې له دې سره په ګڼو برخو کې اسانتياوې رامنځته شوې دي.
دى وايي، په دغو پروژو کې د يو ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت د مېوو د ساتلو سوړ ساتنځى، د دوو ميليونو يورو په لګښت د هوايي ډګر د سړکونو جوړول، د ١٠ ميليونو په ارزښت د هوايي ډګر د کاناليزاسيون جوړول، د ١٢ ميليونو يورو په ارزښت د عمومي دروازو د مخابرې او د پوليسو ودانۍ، د ملکي برخې د ټکسوې جوړول او نور شامل دي.
هغه زياته کړه، دغه ټول لګښتونه په کندهار کې د مېشتو ناټو او امريکايي ځواکونو له خوا ورکړل شوي دي.
فيضي دغه راز زياته کړه، د کندهار هوايي ډګر د هېواد په کچه لومړى هغه ډګر دى، چې د چارو د ښه والي او تنظيم لپاره امنيتي کمېټه لري.
خو هغه دا هم وويل، د مسافرو د زياتوالي له امله اوسنى ترمينل کافي نه دى او ډېر ژر به د خلکو د هوساينې په موخه يو نوى ترمينل جوړ کړي.
هغه په دغه کال کې له کندهار هوايي ډګر څخه د شويو الوتنو شمېر ٣٢١٨ وښود، چې ٧٢ زره او ٦٢٤ تنه مسافر يې وړي او راوړي دي.
د يادونې ده، چې کندهار هوايي ډګر د سيمې په کچه له نړيوالو ډګرونو څخه دى، چې تېرو دريو لسيزو جګړو ورته زيات زيانونه اړولي وو، چې چارواکي يې وخت پر وخت د بيرته رغولو د چارو د تر سره کولو خبر ورکوي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن