ژبه

سرچينه: د ميدان ښار په پرونۍ پېښه کې ٥٠ افغان سرتېري هم ټپيان دي

توسط حکيم بشارت

نوومبر 24, 2012 - 3:18 pm

Views: 78

کابل ښار (پژواک ٤ لېندۍ ٩١): يوه حکومتي سرچينه وايي، چې تېره ورځ د ميدان وردګو د مرکز ميدان ښار په ځانمرګي بريد کې ٥٠ افغان او شپږ د ايساف سرتېري هم ټپيان شوي دي.

د مازدا موټر په وسيله دغه ځانمرګى بريد پرون د (ليندۍپه ٣مه ) سهار شاوخوا اته نيمې بجې د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د مرکزي احصايې د دفتر مخې ته رامنځ ته شو، چې چارواکو يې د ټپيانو شمېره ٩٠ ښودله.

په دې سيمه کې د ګډو ځواکونو د همغږۍ مرکز، امنيه قومانداني، زندان، د ولايت مېلمستون، د سولې د عالي شورا دفتر، د سوېډن کمېټې دوې ودانۍ او دخلکو کورونه موقعيت لري.

يوې حکومتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي د لېندۍ په ٤ مه پژواک اژانس ته وويل، چې د ميدان ښار په پروني ځانمرګي بريد کې ٥٠ افغان امنيتي سرتېري ټپيان شوي، چې ټولو يې برسېرن ټپونه خوړلي او له لومړنۍ درملنې وروسته بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

سرچينې زياته کړه، چې په دې ټپيانو کې ١١د ملي اردو سرتېري او ٤٠ نور يې پوليس سرتېري دي، چې له دې ډلې پوليسو څخه يې ٩ د محبس د ودانۍ پوليس او پاتې ٣١ د امنيه قوماندانۍ پوليس دي.

سرچينې وويل، چې دوى ته د ايساف د شپږو سرتېرو له ټپي کېدو هم خبر شوى دى.

خو بل خوا د ميدان وردګو امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځى د افغان امنيتي سرتېرو د ټپي کېدو ياده شمېر نه تاييدوي .

دغه راز په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر هم د ميدان وردګو په ولايت کې د پروني ځانمرګي بريد پرمهال، پژواک اژانس ته د خپلو يو شمېر سرتېرو د ټپي کېدو پخلى وکړ، خو د ټپي سرتېرو کره شمېره يې په ډاګه نه کړه.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو نظر هم واخلي، خو نه ونه توانيد.

د يو بل خبر له مخې، د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي، چې د پروني ځانمرګي بريد د ملکي وګړو د ټپيانو شمېر  ١٠١ تنو ته ورسېد، چې تېره ورځ يې ۹۰ ښودلى و.

شاهد وويل، چې په بريد کې يوه ښځه او د ولايت د مېلمستون دوه کارکوونکي وژل شوي او څلور ماشومان، ١١ ښځې او ٨٦ تنه نور نارينه عام وګړي دي.

ده  وويل، چې په ٨٦ يادو ټپيانو کې عام خلک، د دولتي ادارو ځينې ملازمان  او٣٣ بنديان  شامل دي.

سرچينې زياته کړه، چې ټپيان د ميدان ښار ملکي او د کابل بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دى وايي، چې له يادو ټپيانو پرته  لسګونو نور ملکي وګړي هم سرسري ټپيان شوي، چې روغتون ته يې مراجعه نه ده کړې.

د هغه په وينا، د يادو ادارو اړوند نورو کارکوونکو ته ځکه زيان نه دى اوښتى؛ چې هغوى د جمعې د رخصتۍ له امله دفترونو ته نه وو راغلي.

د شاهد په وينا، په بريد کې لس دولتي ودانۍ ويجاړې او زيانمنې شوې او د استوګنې شل کورونه هم ويجاړ شوي او يو شمېر کورونه او هټۍ زيانمنې شوې دي.

د ميدان وردګو امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي پرون د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته  ويلي و، چې دغه بريد د مازاد موټر له لارې چې له چاودېدونکو توکو ډک او پر سر يې لرګي اچول شوي وو، تر سره  شوى دى.

د ده په وينا، ياد شوى موټر د ولايت د فاميليو له سيمې راغلى و.

د يادونې ده، چې د بريد په شاوخوا سيمه کې د ودانيو کړکۍ، دروازې او ښيښې ماتې شوي او د کورونو او دفترونو لوازم د ودانيو مخې ته پراته دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې دغه بريد د مازدا ډوله موټر په وسيله د سهيل غزنوي په نوم د دوى يوه کس کړى دى.

د ده په خبره، چې بريد د بهرنيو او افغان ځواکونو د همغږۍ پر مرکز شوى او له امله يې د يادو ځواکونو په لسګونه تنه وژل شوي دي.

دى وايي، چې دغه بريد يې د څرخي پله په زندان کې د خپلو اعدام شوو څلورو ملګرو په غچ کې کړى دى.

په ياد زندان کې تېره سې شنبې او چهارشنبې ١٤ تنه اعدام شول.

شاوخوا درې مياشتې مخکې د دې ولايت د سيداباد په ولسوالۍ کې هم د موټر بم له لارې په ځانمرګې بريد کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله او درانه مالي زيانونه واوښتل.