ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال د هرات ٢٤ ښځې د ځان سوځونې له امله مړې شوې

سږ کال د هرات ٢٤ ښځې د ځان سوځونې له امله مړې شوې

author avatar
29 Nov 2012 - 16:16
سږ کال د هرات ٢٤ ښځې د ځان سوځونې له امله مړې شوې
author avatar
29 Nov 2012 - 16:16

هرات (پژواک ۹ لېندۍ ۹۱): په هرات کې د حوزوي روغتون مسوولينو د يوې ښځې د ځان سوځونې له پېښې سره يو ځاى د روان کال په اوږدو کې د ځان سوځونې له امله د ۲۴ ښځو د مړينې خبر ورکړ، چې تر ټولو لوى لامل يې کورني تاو تريخوالي دي.

دغه ځوانې نجلۍ د هرات په ګذره ولسوالۍ کې ځان سوځولى او دا مهال د هرات ښار په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د هرات د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسوول ډاکتر محمدرفيق شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه نجلۍ ۱۸ کلنه وه او ورسره د خپلې کورنۍ د غړو د تاوتريخوالي، ځان سوځونې ته اړ ايستلې ده.

هغه زياته کړه، چې دا نجلۍ پنځوس سلنه سوځېدلې، خو دا چې په وخت سره روغتون وړل شوې؛ نو له مرګه ژغورل شوې ده.

د ډاکتر شېرزي په وينا، هر هغه څوک چې د ځان سوځونې او يا سوځېدنې د پېښو په سبب شپېته سلنه اغېزمن شي؛ نو زيات امکان لري چې ومري.

د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحميد حميدي وايي، چې د دې ښځې د کورنۍ د شکايت په اساس د دې له خاوند سره يو ځاى يې د هغه د کورنۍ يو بل غړى هم نيولى دى.

ده زياته کړه، چې دغه پېښه تازه رامنځته شوې او جزئيات به يې د پوليسو له څېړنو وروسته وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په روان کال کې د هرات په حوزوي روغتون کې د ښځواو نجونو د ځان سوځونې ۵۰ پېښې ثبت شوې، چې له دې ډلې نه يواځې ۲۴ تنو يې د سختې سوځېدنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د هرات د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسوول وويل، زياتره هغه کسان چې ځان سوځونه يې کړې، لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

هغه زياته کړه، د روغتون د شمېرو له مخې، په تېر کال کې په روغتون کې ټولې ثبت شوې پېښې ۹۰ ته رسيږي، چې د ياد کال په لومړيو اتو مياشتو کې (ورى –لېندۍ) ۲۷ ښځو او نجونو خپل ژوند له لاسه ورکړى، چې دا خپله د تېر کال په نسبت زياتوالى ښيي.

حوزوي روغتون په لوېديځه سيمه کې له سترو روغتيايي مزکزونو څخه يو دى، چې د هرات، غور، فراه او بادغېس ولايتونو څخه ورته د درملنې لپاره ناروغان ور وړل کېږي.

د هرات د ښځو چارو رياست هر ډول هغه تاوتريخوالي چې د ښځو د ځانوژنې او يا ځان سوځونې لامل وګرځي، غندي او عاملينو ته يې د سختې سزا غوښتنه کوي.

د هرات د ښځو چارو رييسې محبوبې جمشيدي وويل، چې سږ کال دوى ته له اوو سوځېدنو نه زيات شکايتونه رسېدلي، چې په يو ډول نه يو ډول په کې د کورني تاوتريخوالي بېلګې تر سترګو کېږي.

بلخوا په هرات کې د لوېديځې سيمې لپاره د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر عبدالقادر رحيمي وويل، چې د سږ کال له پيل نه تر دې دمه په هرات کې د تاوتريخوالي له ۱۲۰ نه زياتې پېښې د دغه کمېسيون له خوا ثبت شوې، چې له دې ډلې ۴۳ د ځان وژنې، ۲۰ د قتل، ۱۵ د ځان سوځونې او ۱۲ نورې هم په ښځو او نجونو د جنسي تجاوز پېښې دي.

نوموړي سره له دې چې د تېر کال د ورته پېښو په اړه يې څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې سږ کال د تېر کال په پرتله په ورته پېښو کې زياتوالى راغلي.

د رحيمي په وينا، په هرات کې د تېر کال په ټوله موده کې د ښځو د قتل ۲۲ پېښې رامنځته شوې؛ حال دا چې سږ کال تر اتو مياشتو پورې د ښځو د قتل ۲۲ پېښې رامنځ ته شوې دي.

د بشري حقونو مسوولين د ځان سوځونې د پېښو لاملونه، کورني تاوتريخوالي، د يو بل له حقوقو نه د کورنۍ د غړو نه خبرتيا، غربت او بېکاري ګڼي.

خو په هرات کې ځينو کارپوهانو لا له وړاندې ويلي و، چې د سوځونو پېښو د عامېدو يو علت هم هرات له ګاونډي هېواد ايران نه د کډوالو راستنېدل دي؛ ځکه چې دا پديده له پخوا نه په ايران کې دود وه، په هغه هېواد کې هستوګنې، کډوال له دغه دود نه اغېزمن کړي او کله چې خپل هېواد ته راستانه شي؛ نو د ژوند نا مناسبه شرايط ورته د ځان سوځونې هيله ورکوي.

په هرات کې د تاوتريخوالي نه داسې مهال خبرې کېږي، چې له لسو ورځو را په دېخوا د هرات د ښځو چارو رياست له خوا د بشري حقونو خپلواک کمېسيون، عالمانو شورا، د امريکا د قونسلګرۍ او يوناما په مرسته په ټول هرات کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ضد پيل شوى کمپاين جريان لري.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون تازه شمېرې څرګندوي، چې په روان کال کې د هېواد په کچه د تاوتريخوالي څلور زره پېښې ثبت شوې، چې د ښځو او نجونو د قتل او ځان سوځونو پېښې هم په کې شاملې دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.