ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امنيت د لېږد څلورم پړاو پيليږي

8 Dec 2012 - 16:33
8 Dec 2012 - 16:33

کابل ښار (پژواک ١٨ لېندۍ ٩١): له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد کمېسيون نن اعلان وکړ، چې ښايي په روانه مياشت کې د امنيت د لېږد څلورم پړاو پيل شي.

په همدې اړه نن (د لېندۍ ١٨ مه) په کابل کې غونډه جوړه شوې وه، چې د امنيت د لېږد کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى، د ناټو غړو هېوادونو استازو، د کورنيو او ملي دفاع وزيرانو، لوى درستيز او ګڼ شمېر نورو چارواکو په کې برخه اخيسته وه.

ډاکټر اشرف غني احمدزي وويل، چې په نننۍ غونډه کې د امنيت د لېږد په تېرو پړاونو او راتلونکو پړاونو بحث کيږي.

د هغه په وينا، په غونډه کې به روانه مياشت کې به د امنيت د لېږد د څلورم پړاو په اړه سلا وشي او د غونډې د پايلې راپور به ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې شي.

نوموړي زياته کړه، چې وروسته به ولسمشر کرزى د امنيت د لېږد د څلورم پړاو په اړه کره نېټه وړاندې کړي.

د ناټو لوى قوماندان جنرال جان الن هم په دغه غونډه کې وويل، چې د امنيت د لېږد تېر پړاونه ډېر بريالي وو او هيله من دى، چې څلورم پړاو به هم کامياب ترسره شي.

د هغه په وينا، هغه سيمې چې امنيت يې دا مهال افغان ځواکونه پر غاړه لري، ډېرې باامنه دي او امنيتي پېښې په کې لږې ترسترګو کيږي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي موريټس يوخينز  هم وويل، چې نن به د امنيت د لېږد په څلورم پړاو بحث وشي او پايلې به ولسمشر کرزي ته وړاندې شي.

په نننۍ غونډه کې د ملي امنيت د لوى رييس اسدالله خالد ته د ژر روغتيا دعا هم وشو.

د يادونې وړ ده چې افغان ځواکونو ته دامنيت دلېږد پروسه ١٣٩٠ لمريز کال په چنګاښ پيل شوې او تر اوسه په درېيو مرحلو کې د هېواد ٧٥ سلنې ساحو امنيت افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.

ټاکل شوې ده، چې تر ٢٠١٤ پورې دټول افغانستان دامنيت چارې افغان ځواکونه ته وسپارل شي او ددې کار تر پايه د ناټو ټول جګړه ييز ځواک له افغانستان څخه ووځي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version