ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ځينې ولسوالۍ له پرمختيايي پروژو بې برخې دي

د بلخ ځينې ولسوالۍ له پرمختيايي پروژو بې برخې دي

author avatar
12 Dec 2012 - 14:41
د بلخ ځينې ولسوالۍ له پرمختيايي پروژو بې برخې دي
author avatar
12 Dec 2012 - 14:41

مزار شريف (پژواک ٢٢ لېندۍ ٩١): د بلخ د ولايتي شورا مسوولين وايي، چې د نسبي امنيتي ستونزو له امله د دغه ولايت په ولسواليو كې پرمختيايي كارونه په مساوي توګه نه دي شوي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاكټر محمدافضل حديد په مزارشريف كې د لېندۍ په ۲۲مه د دغه ولايت د ١٤ ولسواليو د پراختيايي شوراګانو د استازو د غونډې په ترڅ كې پژواك خبري اژانس ته وويل، دوى هڅه كوي، چې په دغه ولايت كې دولتي چارې په سمه توګه وڅاري.

نوموړي زياته كړه، چې په همدې موخه يې نن د بلخ ولايت د ١٤ ولسواليو د پراختيايي شوراګانو استازي راغوښتي، چې په سيمو كې يې د شوو او د اړتيا وړ كارونو په اړه معلومات واوري.

د هغه په وينا، كه څه هم په بلخ ولايت كې د دولتي چارواكو هڅه وي، چې په ټولو ولسواليو كې پراختيايي چارې په مساوي توګه پر مخ ولاړې شي؛ خو په ځينو ولسواليو كې د امنيتي ستونزو له امله د بيارغونې چارې ټكنۍ دي.

د ولايتي شورا رييس وويل، همدا لامل دى، چې په ټولو ولسواليو كې د امنيتي ستونزو له امله پراختيايي چارې يو شان نه دې ترسره شوې.

كه څه د ولايتي شورا رييس د كومې ځانګړې ولسوالۍ نوم په ډاګه نه كړ؛ خو په بلخ ولايت كې چمتال، چاربولك، بلخ او شولګر په تېرو كلونو كې په نسبي ډول د ناامنۍ ښكار وې.

خو د دغو ولسواليو اوسېدونكي وايي، چې ناامني تر دې حده هم نه وه، چې دولت دې له دغو ولسواليو څخه مخ واړوي.

د چمتال ولسوالۍ ځيني اوسېدونكي وايي، سربېره پر دې چې په تېرو لسو كلونو كې په هېواد كې د پوهنې او روغتيا په برخه كې ډېر كار شوى دى؛ خو په ياده ولسوالۍ كې په دغو برخو كې شوى كار د نشت برابر دى.

د چمتال د اينګه كلا كلي اوسېدونكي اختر محمد پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د ټولې ولسوالۍ په كچه يواځې يو روغتيايي كلينيك دى، چې د همدوى په كلي كې دى.

نوموړي زياته كړه، چې د ياد كلينيك وړتيا په هر اړخيز ډول دومره نه ده، د ټولې ولسوالۍ څه، چې يواځې د دغه او شاوخوا كليو روغتيايي ستونزو ته دې ځواب ووايي.

د هغه په وينا، دغه راز د دې ولسوالۍ ډېرى ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري او چارواكو ته يې د بار بار وړانديزونو سربېره هم ستونزې نه دې هوارې شوې.

د چاربولك ولسوالۍ اوسېدونكي حاجي سالم باى پژواک اژانس ته وويل، چې كه چېرې دولت له پخوا څخه پام كړى واى، نو د يادو ولسواليو حالت به لا پخوا ښه شوى و.

نوموړي زياته كړه، چې په روان كال كې د اربكيانو په راتګ په سيمه كې امنيتي چارې يو څه ډاډمنې شوې دي.

حاجي سالم هيله څرګنده كړه، چې دولت بايد له دې وروسته هغو ولسواليو ته ډېره پاملرنه وكړي، چې د ناامنيو له امله له پامه غورځول شوې وې.

د ولايتي شورا رييس ډاكټر حديد د يادو ولسواليو د اوسېدونكو د ستونزو د پخلي تر څنګ وويل، د معلوماتو د راټولولو روانه لړۍ يې په همدې موخه پيل كړې ده، چې شته ستونزې راكمې شي.

نوموړي زياته كړه، چې دوى به د هرې ولسوالۍ د اوسېدونكو نظرونه اوري او له اړوندو چارواكو سره به يې د ستونزو د هوارېدو په موخه جدي خبرې وکړي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.