ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کمېرون له کرزي او اوباما سره پر افغانستان خبرې وکړې

author avatar
19 Dec 2012 - 17:04
author avatar
19 Dec 2012 - 17:04

کابل-واشنګټن (پژواک ٢٩ لېندۍ ٩١): د انګلستان لومړي وزير ډيوېډ کمېرون په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.

له ارګ څخه د لېندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د انګلستان لومړي وزير ډيوېډ کمېرون نن غرمه له ولسمشر کرزي سره ټيلېفوني خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړه، چې په دې ټيلېفوني اړيکه کې دواړو لورو د سولې د پروسې، د امنيتي مسووليتونو د لېږد، د افغانستان، پاکستان او برېتانيا ترمنځ د هغې درې اړخيزې ناستې د اجنډا په اړه خبرې وکړې، چې په پام کې ده په راتلونکو مياشتوکې جوړه شي.

د يادونې ده، دوه اونۍ مخکې د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو درې اړخيزه غونډه په لندن کې جوړه شوې وه.

بلخوا په واشنګټن کې سپينې ماڼۍ ويلي، چې ډيوېد کمېرون له ولسمشر بارک اوباما سره هم د ويډيوکنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، چې دواړو مشرانو د دې اړيکې پر مهال د افغانستان پر وروستيو سياسي او امنيتي حالاتو خبرې کړې دي.

سپينې ماڼۍ دغه راز ويلي، چې کمېرون او اوباما د افغانستان او امريکا ترمنځ پر امنيتي سند هم خبرې وکړې.

د انګلستان لومړي وزير دغه اړېکې په داسې حال کې نيولې، چې حکومت يې پرېکړه کړې، چې له افغانستان څخه د سرتېرو ايستلو چارې ګړندۍ کړي او د راتلونکې کال پسرلي ته لږ تر لږه څلور زره سرتېري بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ د انګلستان د امنيت شورا په غونډه کې، چې مشري ډيوېډ کمېرون کوله، د څلور زره سرتېرو د ايستلو پرېکړه شوې ده.

ډيوېډ کمېرون دغه خبره نن د ټيلېفون په کرښه، د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره هم شريکه کړې او نا تاييد شوي راپورونه وايي، چې نوموړي له ولسمشر کرزي سره هم په دې اړه خبرې کړې دي.

انګلستان په افغانستان کې شاوخوا ۹۵۰۰ سرتېري لري چې ډېرى يې په هلمند ولايت کې دي او په تېرو ١١ کلونو کې يې ٤٣٨ سرتېري په افغانستان کې له لاسه ورکړي دي.

 

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.