Pajhwok Afghan News

د جلال اباد په يوه سراى کې اورلګېدنې لس ټانکر وسوځول

جلال اباد ( پژواک ١٠ مرغومى ٩١ ) : جلال اباد ښار ته نږدې د موټرو په يوه سراى کې د اور لګېدنې له امله لس ټانکر سوځېدلي دي.

د ننګرهار دامنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د مرغومي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د جلال اباد _ تورخم پر لويه لاره ګمرک ته څېرمه په يوه سراى کې دغه اور نن ماښام په پنځه نيمو بجو ولګېد.

هغه زياته کړه ، چې تر ماخوستن پورې په دې سراى کې د تېلو لس ټانکر سوځېدلي ، د اور لمبې پورته کېږي او  اطفائيه داور د مړه کولو هڅه کوي.

نوموړي د اور لګېدو د څرنګوالي په اړه معلومات نه درلودل.

خو د ګمرک د سيمې يوه اوسېدونکي محمد صادق پژواک ته وويل، چې په ياد سراى کې تر چاودنې وروسته په ټانکرو کې اور لګېدلى دى.

نوموړى وايي، چې له نږدې بل سراى او کورونو څخه نور موټر وېستل شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د  دې ولايت خوګياڼو ولسوالۍ په زاوې سيمه کې درې تنه د تښتوونکو په تور نيول شوي دي .

د خوګياڼو ولسوال سيدالرحمن مومند پژواک ته وويل، چې نن مازيګر په څلورو بجو د ملي اردو،ملي امنيت،ملي پوليسو او ايتلاف ځواکونو په ګډه د خوګياڼو ولسوالۍ په زاوې سيمه کې عمليات وکړل، چې په پايله کې يې درې تنه تښتونکي نيولي شوي دي.

هغه زياته کړه : ((دوه تنه د قومي مشر ملک عمر زامن دي او يو يې خورى دى، چې اوس د ملي امنيت رياست ته انتقال شوي  او په سيمه کې لا هم پلټنې روانې دي.))

د سيمې اوسېدونکى عزيز احمد وايي، چې ياد تښتوونکي د خوګياڼو ولسوالۍ د نامتو ملک عمر زامن دي ، چې په خپله هم په زندان کې دى، پر نوموړي هم د تښتونې او وژنې تورونه پورې دي.

د يادونې ده ، چې څه موده وړاندې د خوګياڼو قومي مشر ملک عمر د يوه خپلسري لاريون له امله د نوموړي د نيول کېدو امر وشو، خو وروسته له تېښتې د سره رود ولسوالۍ د نغرک په سيمه کې د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شو.

Views: 0

Exit mobile version