Pajhwok Afghan News

جلال اباد کې ١١ اکمالاتي ټانکر سوځېدلي

جلال اباد (پژواک ١١ مرغومى ٩١): د جلال اباد ښار د تېرې شپې په اور لګېدنه کې ١١ هغه ټانکر سوځېدلي، چې بهرنيو ځواکونو ته يې تېل لېږدول.

 

دغه پېښه پرون تر ماښام وروسته شاوخوا شپږ بجې د جلال اباد–تورخم پر لويه لاره ګمرک ته نږدې په يوه سراى کې لګېدلى و.

 

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په ياده پېښه کې اوه ټانکره بشپړ سوځېدلي او څلور نور يو څه زيانمن شوي دي.

 

هغه زياته کړه، دې اور لګېدنې درې ساعته دوام درلود او وروسته د اطفايې په مرسته مړ شو، خو ځاني زيان يې نه درلود.

 

ياد ټانکر د کابل بهار شرکت، چې په ختيځ کې بهرنيو ځواکونو تېل لېږدوي، اړوند وو.

 

د دغه شرکت مسوول محسن پژواک اژانس ته وويل، چې پرون ماښام شپږ بجې د تورخم–جلال اباد پر لويه لار له ګمرک سره نږدې د دوى په سراى کې له يوې چاودنې وروسته اور ولګېد.

هغه زياته کړه: ((په سراى کې يوولس ټانکرونه ولاړ وو چې په اوو کې يې تېل موجود وو، د تېلو ډک ټانکرونه خو په بشپړه توګه سوځېدلي.))

 

نوموړى زياتوي، دوه نور ټانګرونه چې تېل په کې نه وو هغه هم سوځېدلي او پاتې دوه يې سطحي سوځېدلي دي.

 

 د محسن په خبره، چې له اورلګېدنې لږ وروسته له دوو خواوو پر سراى د سپکو او درنو وسلو بريدونه هم شوي دي.

 

دى وايي، چې په دې پېښه کې يو ميليون امريکايي ډالر زيان ورته اوښتى دى.

 

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد د يادې پېښې پړه پر غاړه اخيستې او زياته کړې يې ده، چې په دې اورلګېدنه کې امريکايي ځواکونو ته د تېلو له لسو زيات ټانکرونه سوځېدلي دي.

Views: 0

Exit mobile version