ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې ٦٦ رينجر موټر او٢٧٠٠ ميله وسلې ورکې شوي دي

نورستان کې ٦٦ رينجر موټر او٢٧٠٠ ميله وسلې ورکې شوي دي

author avatar
8 Jan 2013 - 16:00
نورستان کې ٦٦ رينجر موټر او٢٧٠٠ ميله وسلې ورکې شوي دي
author avatar
8 Jan 2013 - 16:00

کابل (پژواک ١٩مرغومى ٩١): نورستان ولايت ته د مشرانو جرګې تللى پلاوى وايي، چې په تېرو څو کلونو کې د دغه ولايت له امنيه قوماندانۍ څخه ٦٦ رينجر موټر او ٢٧٠٠ميله وسلې ورکې شوې دي.

څه موده وړاندې د کورنيو چارو وزارت، افغانستان بانک او مشرانو جرګې ګډ پلاوى نورستان ته تللى و، ترڅو د ياد ولايت ستونزې له نږدې وګوري.

د ياد پلاوي مشر او په مشرانو جرګه کې د نورستان استازي حافظ عبدالقيوم نن د يادې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې د نورستان د امنيه قوماندانۍ په تشکيل کې ١٢٧ رينجر موټر دي، چې له هغو څخه ٩٠ عرادې يې ورکړل شوي دي.

دى وايي، چې له ٩٠ رينجرو څخه يواځې ٢٤ يې اوس د نورستان په امنيه قوماندانۍ کې شته او پاتې نور يې لادرکه دي.

د ده په وينا، پلټنو ښودلې چې په دغه ولايت کې ٢٧٠٠ ميله وسلې هم ورکې شوې دي.

په ياده جرګه کې د جوزجان استازي محمداسماعيل منشي د ياد پلاوي غړى نه و خو وايي، ده هم معلومات تر لاسه کړي چې په تېرو څو کلونو کې د نورستان ولايت له قوماندانۍ څخه ٢٥٠٠ميله وسله ورکه شوې ده.

دى وايي، چې له نورستان ولايت څخه ځکه وسلې پټيږي، چې هلته افغان ځواکونو ته په وخت تنخوا نه ورکول کيږي.

د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام الله نورستاني په دومره لويه کچه د رينجرو او يا هم وسلو غلا کول په کلکه رد کړل.

هغه زياته کړه، چې د پخواني والي جمال الدين بدر د واکمنۍ پر مهال په ولايت کې د ٢٩ ميليونه افغانيو اختلاس شوى او ادعا شوې وه، چې والي د سلګونو پوليسو معاشونه نه دي ورکړي.

د نورستاني په وينا، يو شمېر هغو پوليسو چې معاشونه يې نه وو ورکړل شوي، د معاش په بدل کې خپلې وسلې خرڅې کړې وې، خو دومره ډېرې وې، څومره چې اوس ادعا شوې ده.

هغه زياته کړه، چې يو شمېر رينجر د ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې د جنګونو او ترافيکي پېښو پر مهال ويجاړې شوې دي.

دى وايي: ((زه همدا اوس په دواب ولسوالۍ کې يم، دلته څلور عرادې رينجر موټر چې په جنګونو کې ويجاړ شوي دي، خراب پراته دي.))

حافظ عبدالقيوم وايي، د ياد پلاوي څېړنې ښيي، چې د نورستان د امنيه قوماندانۍ ودانۍ د جوړولو لپاره لس جريبه ځمکه پېرل شوې، خو يواځې پر څلور جريبه يې د قوماندانۍ ودانۍ جوړه شوې او پاتې نوره يې چارواکو غصب کړې ده.

خو ده په دې اړه د کوم چارواکي نوم ياد نه کړ.

هغه زياته کړه: ((زما دا خبرې به ماته دښمني پيدا کړي، خو که زما د سر په قيمت تمامه شي، زه رښتيا خبرې کوم، ځکه زه له خپل وطن او هغه ځاى سره ډېره مينه لرم، چې ما په کې خاپوړې کړې دي.))

حافظ عبدالقيوم وايي، چې د نورستان خلک له هر پلوه له ډېرو ستونزو سره ځکه مخ دي، چې “والي يې بې کيفايته دى.”

د هغه په وينا، شپږ نيم کاله کېږي، چې تميم نورستانى د نورستان والي دى، خو تر اوسه ې يوه پراختيايي پروژه هلته نه ده پلې کړې.

د ده د څرګندونو له مخې، د نورستان خلکو ويلي، چې که هر څه ژر دغه والي له دندې ګوښه نه شي، نو په پراخو لاريونونو به لاس پورې کړي.

ده وويل، چې د نورستان ولايت ډېرې دولتي څوکۍ خالي دي او اړوندې چارې يې په پټه ولاړې دي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د نورستان له والي، مطبوعاتي دفتر او سيمه ييزو ارګانونو ادارې سره خبرې وکړو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

قيوم د ياد پلاوي د څېړنو پر بنسټ وايي، چې شاوخوا دوې مياشتې وړاندې د دغه ولايت امنيه قوماندانۍ د چارواکو د بې کيفايتۍ له امله د افغانستان بانک پيسې غلا شوې.

په نورستان کې د لړم په ٢٥مه د افغانستان بانک درېيو ساتونکو د دغه بانک خزانه لوټ کړه او ديارلس نيم ميليونه افغانۍ يې له دغه بانک څخه غلا کړې.

خو وروسته بيا د نورستان امنيتي چارواکو وويل، چې دوه پوليس يې د مرکز پارون اړوند د کانتيوا په سيمه کې له نهه ميليونه افغانيو سره يوځاى نيولي او يو بل پوليس په سيمه کې تر محاصرې لاندې دى.

خو د مشرانو جرګې د تللي پلاوي مشر حافظ عبدالقيوم بيا وايي: ((درې واړه غله سره له ديارلس نيم ميليونه افغانيو کانتيوا کې ونيول شول خو له څلورنيم ميليونو سره يوځاى يو تن ايله شو، کله چې امنيه قوماندانۍ ته ورسېدل، يو تن بل يې هم ايله کړ او افغانستان بانک ته يې بېرته اته ميليونه افغانۍ ورکړې.))

د يادونې وړ ده، چې د نورستان پخوانى والي جمال الدين د ياد اختلاس په تور د دوو کلونو پر بند محکوم شوى دى.

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوى وه وويل، چې د مشرانو جرګې ټول کمېسيونونه دې په اړوندو برخو کې د نورستان په اړه له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.